لندن - د برتانیا پولیسو ویلي د کیمیاوي، بیولوژیکي او اټومي څانګو پوهان یې د بورېس بېرېزوفسکي کور ته استولي دي چې په کې د شنبې پر ورځ نوموړی مړ موندل شوی.
بېرېزوفسکي روسی جلا وطنه او د کرېملېن منتقد وو چې له لندن سره نېږدې اوسېده.
د یوه بیان تر مخې دا پوهان د نوموړي کور د ((احتیاط)) له پاره لټوي چې د هغو افسرانو ساتنه وکړي چې د ده د مرګ په اړه پلټنې کوي.
بیان زیاتوي، د بېرېزوفسکي سامان په اېسکوټ سیمه کې د هغه په کور کې پروت دی.
تر دې مخکې پولیسو ویلي ول چې د هغه د مرګ له وجې نه دي خبر.
برتانیوي رسنیو خبر ورکړی چې د ۶۷ کالن بېرېزوفسکي مړی د ځان مینځلو په ځای کې پروت وو.
نوموړي له اوږدې مودې راهیسې پر روسي ولسمشر ولادمیر پوټېن انتقاد کاوه او دی د روسیې له هغو کاروباریانو یو وو چې د شوروي اتحاد تر ړنګېدو وروسته یې ډېرې پیسې وګټلې.