د لاسرسي ځای

تازه خبر

فرانسه وايي په مالي کې د القاعده یو مشر وژل شوی


په مالي کې د القاعده ډلې ځینې غړي نیول شوي هم دي
په مالي کې د القاعده ډلې ځینې غړي نیول شوي هم دي


پاریس - فرانسه وايي، د افریقا په شمال کې یې له القاعده شبکې سره د تړلو سختدریځو وسله والو یو مشر وژلی دی.


ویل کیږي چې عبدالحمید ابو زید، د فیبرورۍ میاشتې په وروستیو کې په مالي کې د فرانسې په مشرۍ له ځواکونو سره په جګړه کې وژل شوی دی.

د شنبې پر ورځ د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند دفتر د ابو زید وژنې پخلی وکړ.

ویل کېږي چې ابو زید په مالي کې د القاعده شبکې له ډېرو سختدریځو مشرانو څخه وو.

فرانسې د روان زېږیز کال په لومړیو کې په مالي کې پوځي مداخله پیل کړه او مقصد یې دا وو چې د دې هیواد پلازمېنې باماکو ته د وسله والو پرمختګ مخه ونیسي.

مالي پخوا د فرانسې مستعمره یا کالوني وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG