د لاسرسي ځای

تازه خبر

رېنجرو هم کراچۍ کې امنیت نه دی راوستای، سپریم کورټ



کراچۍ - د پاکستان سپریم کورټ د جمعې پر ورځ ویلي چې نیم پوځي ځواک یا رېنجرز هم په کراچۍ ښار کې په امن راوستو کې ناکامه شوی دی.


د کراچۍ د نا امنۍ کېس د اورېدنې پر مهال د سپريم کورټ مشر قاضي افتخار محمد چودري رېنجر ځواک او نورو امنیتي ادارو ته حکم کړی دی چې په دې ښار کې دې په دوو اوونیو یا هفتو کې هغه ځایونه ختم کړي چې ورته د نورو سیمو خلک او یا هم امنیتي سرتیري نه شي ورتللای.

یاده دې وي چې په کراچۍ ښار کې د ورستیو نا امنیو له وجې د ښار یو شمېر برخې د وسله والو ډلې تر اغېز لاندې راغلې دي.

دغو سېمو ته ځینې خلک او یا هم امنیتي سرتیري په آسانه تګ راتګ نه شي کولای.

په کراچۍ کې له کالونو راهیسې امنیتي وضع کړکېچنه ده.

په دې ښار تر اوږدې مودې د هدفي وژنو سلسله روانه وه چې زیاتره یې سیاسي، ژبنۍ او فرقه يیزې بڼې لرلې.

د سېند حکومت پر هڅو سربېره هم په کراچۍ کې د تاو تریخوالي لړۍ و نه درېده او بیا واک رېنجرز ځواک ته وسپارل شو.
XS
SM
MD
LG