د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان کې د اوبو زېرمې او ستونزې


په افغانستان کې خلک له لرې لرې ځایونو کور ته پاکې اوبه وړي
په افغانستان کې خلک له لرې لرې ځایونو کور ته پاکې اوبه وړي

د مارچ پر ۲۲مه د د اوبو نړیواله ورځ ولمانځل شوه. د دې ورځې لمانځلو موخه دا ده چې په نړۍ کې د خوږو او تازه اوبو د کمښت مخه ونیول شي او د دې تر څنګ د کرنې له پاره کارېدونکې اوبه په ښه ډول وکارول شي او همدا راز، د اوبو سم او منصفانه وېش عملي کړل شي.


افغانستان یو له هغو هیوادونو دی چې په کې نه خو ولس ته پاکې اوبه په لاس ورځي او نه یې هم د کروندګرۍ له پاره اوبه میسرې دي.

همدا راز، په دې هیواد کې د اوبو زېرمې خو موجودې دي، او پر غرونو واوره هم ورېږي خو د اوبو بندونه نشته او که چېرې موجود هم وي نو له هغو بیا د برېښنا جوړونې او کروندګرۍ مېکانزم او نظام وجود نه لري.


په افغانستان کې د تازه او روانو اوبو څومره سرچینې دي؟ دا پوښتنه مې په کابل کې د سیمه ییزو چارو د مرکز له مشر عبدالغفور لېواله کړې ده.


مرکه دلته واورئ:


تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:51 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG