د مارچ میاشتې پر ۲۲مه د اوبو نړیواله ورځ ولمانځل شوه. د دې ورځې لمانځلو موخه دا ده چې په نړۍ کې د خوږو او تازه اوبو د کمښت مخه ونیول شي او د دې تر څنګ د کرنې له پاره کارېدونکې اوبه په ښه ډول وکارول شي او همدا راز، د اوبو سم او منصفانه وېش عملي کړل شي.
د پاکستان په پښتونخوا، بلوچستان او قبایلي سیمو کې د اوبو کموالي موضوع څومره مهمه ده او ایا اوبه په دې سیمو کې په سم ډول وېشل کېږي او که نه؟ پر دې موضوع مې په کوټه کې د کرنۍ او له اوبو سره د تړلو چارو کارپوه محمد قسیم کاکړ سره مرکه کړې ده.
له کاکړه پوښتنه شوې ده چې په بلوچستان کې د کرنۍ له پاره د اوبو نه رسېدو موضوع ډېره تر بحث لاندې راځي، نو د دې لاملونه څه دي؟
مرکه دلته واورئ:
-
پامیر ساحل
پامیر ساحل د ۲۰۱۰ز کال له فبرورۍ څخه د ۲۰۲۶ز کال د مارچ تر پایه له مشال راډيو سره د کار پر مهال د افغانستان، پاکستان، سیمې او نړۍ پر سیاسي، امنیتي، اقتصادي او ټولنیزو چارو خبریالي کړې ده.