د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر بارک اوباما له اسرائيل وروسته اردن ته ځي


د امريکا ولسمشر بارک اوباما په سيمه کې خپل يو بل مهم اتحادي هيواد اردن ته تر تلو له مخه په اسرائيل کې د علامتي ځايونه ليدنه کړې ده.

د امريکا ولسمشر بارک اوباما په سيمه کې خپل يو بل مهم اتحادي هيواد اردن ته تر تلو له مخه په اسرائيل کې د علامتي ځايونه ليدنه کړې ده.


د جمعه په ورځ د ياد واشم په نوم د قتل عام د ياد ګار د دورې پر وخت له نوموړي سره د اسرائيل وزيراعظم بنجمن نتن ياهو هم ملګری و.

نوموړي د جديد يهودي رياست د باني تهیو ډور هرزل او د اسرائيلي وزيراعظم يت اسحاق رابن چې له فلسطين سره سوله نه غوشتنکې يو سخت دريځه یهودي وژلی و، پر قبرونو ګلان هم کښيښودل.
دا شان بارک اوبامه په بيت اللحم کې د عيسی علیه اسلام د زوکړی د ځای ليدنه هم وکړه.


امريکايې ولسمشر به د جمعې په ورځ د اردن له شاه عبدالله سره ويني.

تمه کيږي چې باراک اوبامه او شاه عبدالله به د اسرائيل او فلسطين او د شام شخړې بحث کوي. له شام څخه په سلګونه زره کډوال اردن او شاوخوا ګاونډی هيوادونو ته کډه شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG