د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان، ترکمنستان و تاجکستان اورګاډی غځوي



د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د چارشنبې پر ورځ له خپل تاجک سیال امام علي رحمان او ترکمن سیال قربان قلي بیردي محمدوف سره په یوه درې اړخیزه غونډه کې په دې اړه پر یو یاداښت لاس لیک و کړ.


د اور ګاډي د دې څلور سوه کلومیټره اوږدې پټلۍ د جوړېدو کار به د جولايي په میاشت کې په ترکمانستان کې پیل شي. د دې پټلۍ هغه برخه به هم ترکمن کارکوونکي جوړوي چې له افغانستانه تېريږي.

د درې واړو هیوادونو مشرانو په یوه ګډه خبري غونډه کې دا پروژه د سیمې د هېوادونو د اقتصاد او سوداګرۍ د پیاوړتیا او پراختیا لپاره مهمه بللې ده .

ټاکل شوې ده چې ولسمشر حامد کرزی به نن ) پنجشنبه (په عشق اباد کې د نوروز په نړیوال جشن کې له پاکستاني ولسمشر اصف علي زرداري او ایراني ولسمشر محمود احمدي نژاد سره یو ځای ګډون وکړي.

نوروز هر کال د مارچ پر یویشتمه نېټه د افغانستان په ګډون د نړۍ په یو شمېر هیوادونو کې لمانځل کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG