د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کابل ښار پنځه کلن پرمختیايي پلان



د کابل والي وایې چې د کابل ښارد بیارغونې او ودې لپاره یې پينځه کلن پراختیایی پلان جوړ کړی دی.


د کابل والي عبدالجبار تقوا نن په کابل کې یوې خبري غونډي ته وویل چې، پدې پلان کې نوي کابل ته د ښار انتقال، د غیر متوازنې ودې اصلاح او د ملي پارکونو جوړول شامل دي.
ښاغلي تقوا زیاته کړه چې د رواني مارچ یا هم د اپریل په میاشت کې به د نوي کابل پر پروژې کار پیل شي.

((د کابل د نوي ښار چارې بشپړي شوي او د مارچ تر آخرو او یا هم د اپریل په میاشتي کې به یې عملي چارې پیل شي.))
د کابل نوی ښار په ۴۸۷ جریبه ځمکه کې د ده سبز په ولسوالۍ کې جوړیږي

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG