د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر عراق د امریکايي نیواک لسم تلین




کله چې د ۲۰۰۴ کال په اپریل کې په بغداد کې د امریکا تر ولکې لاندې ابوغوریب زندان کې له عراقي بندیانو سره د امریکایي عسکرو د ناوړه سلوک په اړه تصاویرخپاره شول، دې کار نړۍ ډیره حیرانه کړه اود خلکو غصه یې راوپاروله.


دغې رسوایۍ د بشري حقونو د نړیوالو ډلو اعتراضونه هم راوپارول.

د بخښنې نړېوال سازمان امنیستي انترنشل څیړونکی کارسټین یورګینسن وایي، د بشري حقونو په برخه کې هغه پرمختګونه چې د صدام حسین د رژیم له نسکوریدو وروسته شوي و، تر یوه حده د همدې ابوغریب د زندان د رسوایۍ له وجې عملي نشول:

"زما په عقیده کولای شو ووایو چې په عراق کې د شکنجې او بدسلکوک یوه اوږده سابقه د صدام حسین له وخته موجوده وه.هغه څه چې بهرنیوځواکونو، یرغلګروقدرتونو وکړل اویقینا دوی هم د بندیانوپه وړاندې له شکنجې او نوروچلندونو کارواخیست، دې کارهم له دغې سابقې سره مرسته وکړه، دغه سلوک اوس هم د عراق حکومت مخ ته وړي."

د امریکا د جګړې په وړاندې د عراقیانو اعتراض ته هغه مهال ډيرپام واوښت چې د ۲۰۰۸ کال په ډسمبرکې چې پردغې جګړې پنځه کاله اوښتي و، یوه عراقی خبریال د امریکا پخوانی ولسمشرجورج بوش په خپلوبوټونو وویشت.

بوش په بغداد کې د عراق له صدراعظم نوري المالیکې سره په یوه ګډ کنفرانس کې خبرې کولې چې دغه پیښه رامنځ ته شوه.

عراقي خبریال منتظرالزیدی د بوټونو د وارولو په وخت بوش ته سپکې سپورې وویلې اوورته ویې ویل چې دا د عراق د خلکو، د ټولو کونډویتیمانو او وژل شویو کسانو له خوا د خدای پامانۍ تحفه ده.

بوش چې له دغه واره بچ شوی و په خندا یې وویل چې د بوټ اندازه لس ده.

د زیدی د بوټونو وارول په عراق کې د امریکا د پوځي حضورپه وړاندې د خلکو د مقاومت په یوه سمبول بدل شو.

په عراق کې د ملکي تلفاتو زیاتوالي ته هله د نړیوالو ډیرپام واوښت چې د دولس کلن علي اسماعیل عباس تصویرونو په نړیوالو رسنیو کې خپاره شول.

علي چې خپل کورته نژدې د یوه امریکایي میزایل په چاودنه کې دواړه لاسونه له لاسه ورکړي و، د پیښې حال په ۲۰۱۱ کال له ټایم مجلې سره په مرکه کې داسې څرګند کړ:

"موږټول بیده و، د شپې دولس بجې وې. یوقوي غږموواورید. زما کورته نژدې و، ټول چتونه اودیوالونه پرموږ راونړیدل او ټول کوراورواخیست. د خپلې کورنۍ چیغې مې اوریدې، احساس مې کاوه چې ټول ځان مې اوراخیستی او هیڅ څه مې نه لیدل. ما خپل پلار، مور، ورور او د کورنۍ دیارلس نورغړي له لاسه ورکړل."

د علی بدن تقریبا له نیمایي زیات سوځیدلی واو د بغداد په هغه روغتون کې چې دی بسترو، ډاکترانوویل چې ګومان نه کوي هغه دې ژوندی پاتې شي. د علي تصاویرهغه مهال نړیوالورسنیو خپاره کړل او هغه ناڅاپه د جګړې د بې ګناه ملکي وګړو د یوه قرباني په سمبول بدل شو.

د ۲۰۰۴ او ۲۰۰۹ کلونوترمنځ چې په عراق کې د امریکاپه مشرۍ جګړې دوام وکړ، د ملکي تلفاتو په اړه بیلابیل ارقام خپاره شوي دي.

ملکیانو ته د اوښتوتلفاتو په اړه یوې عراقۍ ډلې اټکل کړی چې په دغه جګړه کې له ۱۲۱ زرو څخه زیات ملکیان وژل شوي دي.

بریتانوی لانسیت ژورنال بیا دغه رقم ۱۱۷ زره تنه ښودلی دی.
XS
SM
MD
LG