د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملالې یوسفزۍ سکول پېل کړ


ملالې یوسفزۍ سکول پیل کړ
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:15 0:00

ملالې یوسفزۍ سکول پیل کړ



اې ایف پي خبري اژانس ليکي ملاله یوسفزي د تېرې نهې په ورځ په اول ځل سکول ته لاړه. هغه د جینکو د تعلیمي کمپین له وجې پروسږ کال(2012م) په اکتوبر میاشت وسله والو طالبانو په ډزو وویشتله.


اژانس د پنځلس کلنې ملالې له خولې ليکي چې کوم خوب یې لیدلې وو هغه پور شو او وېې ویل چې د برمنګهم په ایجبیسټن های سکول کې نویو ملګرو سره لیدلو ته لېواله ده.

پر ملاله یوسفزۍ تر برید وروسته هغه بریتانییا ته د علاج لپاره یووړل شوه او هغلته یې تېره میاشت د کوپړۍ بیلا بیل آپریشنونه وشول.

اژانس ليکي ملالې سکول ته په تللو خوشالي څرګنده کړه او وېې ویل چې غواړي د نړۍ ټولو جینکو ته د تعلیم موقع ورکړل شي. هغې زیاته کړه چې د خپل ښوونځي ملګرې ورته ډېرې یادیږي خو له نویو ملګرو او استازانو سره لیدلو ته خوشحاله ده.

اژانس ليکي ملالې ګلابي بسته پر شا وه او سر یې په پړوني پټ کړی وو.

ملاله به د هغه مضمونونو مطالعه کوي چې په بریتانییا کې په عمومي ډول 16 کلن ماشومان ورته د امتحان لپاره کښېني. ملالې یوسفزۍ وويل چې د سیاست، قانون او د ټولنیزو حقونو په برخه کې زده کړه تر لاسه کول غواړي.

ملاله یوسفزۍ په سوات کې په نهم اکتوبر هغه وخت وسله والو طالبانو وویشتله کله چې په بس کې له سکوله کور ته روانه وه.

اژانس ليکي له هغې وروسته په ټوله نړۍ کې ملاله د جینکو د تعلیمي کمپین یو څلی ګرځېدلې ده، او د روان کال د نوبل امن انعام لپاره هم نومول شوې ده.

د ملګرو ملتونو د تعلیم برخې سفیر او د بریتانییا پخوانی وزیراعظم ګورډن براؤن وویل چې دا یوه ډېره ښه ورځ وه. نوموړي زیاته کړه چې له خپل جرات سره ملالې دا وښودله چې د مرګ دهړکې او ګولۍ د جینکو د تعلیم په لاره کې خنډ نه شي جوړېدائ.

ملاله په فروري کې د مغزو تر آپریشن وروسته له هسپتاله فارغه شوه. د هغې پلار ضیاالدین یوسفزي د تعلیم په برخه کې د ګورډن براؤن خاص سلاکار دی او اوس هم په برمنګهم کې اوسیږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG