د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور: د بریدونو ضد د وکیلانو درې ورځنی ویر



غلام غوث مشال راډیو

د خیبر پښتونخوا دمرکز پیښور په کچرۍ کې پرون د ګل پر ورځ د ځانمرګو بریدونو خلاف د عدالت کارکوونکو او وکیلانو د دریو ورځو ویر اعلان کړی دی. دوی د بریدونو په کلکو ټکو غندنه کړې او د عدالتي پلټنې غوښتنه یې کړېده.


په دې لړ کې د پېښور وکېلانو ټولنې لخوا په رابلل شوې ماتمي او احتجاجي غونډه کې د خيبر پښتونخوا بار كونسل، د قبائيلي سيمې د وکېلانو ټولنې او د هاي كورټ وکيلانو دا پيښه په كلكه وغندله او د دريو ورځو د كار بنديز او وير اعلان يې وكړو-

له غونډې روستو له مشال ريډيو سره په خبرو اترو کې د پېښور های كورټ بار ايسوسي ايشن صدر لطيف اپريدي وويل چې په خيبر پښتونخوا کې به د وکېلانو دا احتجاج تر دوو نورو ورځو دوام ولري،نوموړي زياته كړه:

((د وکېلانو امنيت ډير كمزوری دی او دې ته دې بيا كتنه وشي او د پېښې دې عدالتي پلټني وكړل شي،او زما غوښتنه دا ده چې اصل وجوهات دې معلوم كړل شي چې دا ځانمرګي بريدونه څوك كوي؟ د دې اصل منبع په كوم ځای کې ده،سبا او بله ورځ به هم غونډه كوو او دا احتجاج به زموږ روان وي))

د وکېلانو دې غونډې ته د پېښور كچرو يو وکیل نيك نواز ايډوکېټ وايي:

((چې كومو خلكو دا كوشش او جرات كړی دی او وکېلانو ته يې ننګونه كړې ده، زه له دې سټيجه هغوی ته ننګونه وركوم چې تاسې داسې خلكو ته ننګونه وركړې ده او د داسې خلكو ګريوان ته مو لاس اچولی دی چې هغوی د ډېر لوی پوځي امر مقابله كړې ده او هغه يې له خپلې كرسۍ او وردۍ نه محرومه كړی وو- زه هغه خلكو ته ويل غواړم چې پرون په وسله او چوونکو موادو سمبال راغلي ول او موږ خالي لاس وو، لاكن نن وګورۍ او زموږ تورزني وګورۍ موږ نن هم خالي لاس په يونيفارم کې راغلي يو))

د وکيلانو ددي غونډي پر مهال د قبائيلي سيمې د وکېلانو ټولني مشر اعجاز مومند له مشال ريډيو سره په خبرو کې د ګل ورځې پېښه وغندله او زیاته یې کړه.

((دا د فكر وړ خبره ده،چې په دي حساسه علاقه کې كوم چېك پوسټونه دي او دا چېك پوسټونو چې عام تن راتيريږ نو نيمه نيمه ګينټه انتظار كوي،نو د سوچ خبره داده چې داسې حساس ځای ته چاودونکې مواد څه رنګ راشي او داسې واقعات وشي؟چې يو داسې ځای په امن کې نه دی نو د يو عام ځای په اړه به څه توقع ولري؟ يعني دا تن تلی دی او ځان يط عدالت ته رسولی دی او هغلته يې ځان الوځولی دی، نو چې يو ځای کې عدالت محفوظ نه وي نو دا حالات به اخير كوم اړخ ته ځي؟ موږ دا خبره هم كوو چې كه چېري دا حالات د راروانو ټولټاكنو له وجې پيدا کېږي چې ځني قوتونه اليكشن كول غواړي او ځني يې نه غواړي نو هغوی دې مهرباني وکړي هغوی دې هم روڼه پرېكړه وکړي چې نور دا خون خرابه بند كړﺉ))

د ګل په ورځ په كچرو کې د دوو ځانمرګي بريد كوونكو د چاودنو روستو د پېښور ليډي ريډنګ روغتون لخوا مشال ريډيو ته د راليږل شوې خبر پانې تر مخه څلور كسان وژل شوي دي او ۴۷ نور ژوبل دي چې په کې۳۸كسان د علاج روستو فارغ كړل شوي دي او نهه تنه اوس هم تر درملنې لاندې دي.

تحريك طالبان پاكستان د هغې پېښې زمه واري قبوله كړېده-
XS
SM
MD
LG