د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر پېښور عدالت برید ویره تره خورول دي. میا افتخار


امنیتي سرتېري پر پېښور کچرۍ له بریدونو وروسته د ځای پلټنه کوي.۱۸مارچ ۲۰۱۳م کال
امنیتي سرتېري پر پېښور کچرۍ له بریدونو وروسته د ځای پلټنه کوي.۱۸مارچ ۲۰۱۳م کال

مجیب الرحمان انګار

په پيښور کې د کچرۍ پر ودانۍ د وسله وال برید او چاودنو په نتیجه کې دیرشو تنو ته مرګ ژوبله واوښته. پولیس وايي، وسله وال بریدګر چې ځانمرګي واسکټونه يې اغوستي ول نن (دوشنبه) غرمه مهال کچرۍ ته ننوتل او د خلکو دګڼې ګوڼې په ځای کې يې ځان ته چاودنه ورکړه.


دلیډي ريډنګ روغتون له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوی، چې په دې حمله کې د یوې قاضي او درېيو پولیسو په ګډون شپږ ویشت تنه ټپيان او څلور تنه وژل شوي دي. د خبرپاڼې له مخې وژل شوي څلورواړه ولسي وګړي دي.

دخیبر پښتونخوا د اطلاعاتو صوبايي وزیر میا افتخار هغه راپورونه په کلکه ردکړل، چې ګنې دبریدګرو اصل هدف څیرمه ودانۍ وې. د هغه په خبره دا یو ترهګر برید و چې یواځنی هدف يې په خلکو کې ویره ترهه خورول دي.

د پولیسو عالي رتبه افسر مسعود اپریدي تر پيښې وروسته رسنیو ته وویل، چې که څه هم دبرید پر وخت په عدالت کې دخلکو ګڼه ګوڼه زیاته وه خو ګومان نه کوي چې دبریدګرو هدف به دځينې خلکو خلاصول یا تښتول وو:

((دوه ځانمرګي بریدګر ول چې یويې دپولیسو په ډزو ووژل شو او بل يې په بدن تړلیو بارودي توکیو ته چاودنه ورکړه. دواړو پر پولیسو ډزې وکړې او دننه ننوتل. داسې هېڅ شواهد نه دي ترلاسه شوي، چې ګواکې بریدګرو له عدالته څوک بیول، یايې شاته پر زندان حمله کوله او یا هم څيرمه پر نورو دولتي ودانیو. ښکاري خو داسې چې اصل هدف يې همداځای و او همدا يې غوښتل چې دلته چاودنې وکړي چې په خلکو کې ویره تره خوره کړي))

پ
ولیسو د هغه ځانمرګي بریدګر واسکټ او نور چاودیدونکي مواد رسنیو ته وښوول، چې د دوی په خبره هدف ته تر رسیدو وړاندې د امنيتي ځواکونو په ډزو ووژل شو. د عدالت دغه ودانۍ په خیبرسرک موقعیت لري، چې مخامخ ورته دقول اردو دقوماندان کور، کانټيننټل هوټل، څيرمه يې د صوبايي اسمبلۍ ودانۍ، نژدې ټول وزارتونه او شا لوري ته يې د پيښور مرکزي زندان واقع دی.

دغه لاره دپولیسو ترڅنګ دپوځي سرتیرو له لوري په کلکه څارل کیږي او هیڅ ناپيژاندي کس ته د تګ راتګ اجازه نه ورکول کیږي. خو دا لانه ده څرګنده چې بریدګرو څرنګه تر دغه ځایه ځانونه ورسول.

دخیبر پښتونخوا د اطلاعاتو صوبايي وزیر میا افتخار هغه راپورونه په کلکه ردکړل، چې ګنې دبریدګرو اصل هدف څیرمه ودانۍ وې. د هغه په خبره دا یو ترهګر برید و چې یواځنی هدف يې په خلکو کې ویره ترهه خورول دي.

امنیتي سرتېري د ځانمرګي بریدګر د بدن غړي په د رخت په ټوکړه پټوي. ۱۸م مارچ ۲۰۱۳م کال
امنیتي سرتېري د ځانمرګي بریدګر د بدن غړي په د رخت په ټوکړه پټوي. ۱۸م مارچ ۲۰۱۳م کال
پر ۲۰۰۹ میلادي کال همدې ځای ته څيرمه کرنل شیرخان سټيډيم یا آرمي لوبغالي ته مخامخ د استخباراتي ادارې یا آی اس آی پر سیمه ييز دفتر او کانټيننټل هوټل موټربم چاودنې هم شوې وې.

تراوسه چا د حملې مسوولیت نه دی منلی، خو داطلاعاتو صوبايي وزیر دا د هغو خلکو کار وباله چې په خبره يې له کلونو راهیسې د سیمې امنیت له خطر سره مخامخ کړی او بې ګناه خلک وژني.
XS
SM
MD
LG