د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر پېښور کچرۍ ترهګر برید، درې وژل شوي ګڼ ژوبل


پېښور کې یوه میاشت وړاندې هم پر ۱۸م فبرورۍ د خیبر پولیټیکل پر دفتر ځانمرګو بریدګرو ګڼه مرګ ژوبله اړولې وه.
پېښور کې یوه میاشت وړاندې هم پر ۱۸م فبرورۍ د خیبر پولیټیکل پر دفتر ځانمرګو بریدګرو ګڼه مرګ ژوبله اړولې وه.


د خیبر پښتونخوا د پيښور پوليس وايي، په کچرۍ کې پر عدالتونو بريد کوونکي دواړه ترهګر يې وژلي دي. د پيښور پوليسو مشر امتياز الطاف نن د ګل پر ورځ خبريالانو ته وويل چې په بريد کې درې عام وګړي هم وژل شوي دي. نوموړي زياته کړه چې پر بریدګرو یې وار دمخه برید وکړ چې یو یې په ډزو کې ووژل شو او بل یې خپلځان والوزلو.


((دوو بریدګرو حمله کړې او دواړه وژل شوي. بل نشته. ججان ټول روغ جوړ دي. د زخميانو په باره کې به له هسپتالونو معلومات کوو خو زما په خېال د ۳۰ په خوا و شا کې کسان زخميان دي. په دوی کې يو سب انسپيکټر او دوه سپاهيان هم دي.))


پولیس د مشال راډيو خبریال خالد خان ته وویل چې په وژل شویو کې یو د عدالت منشي دی او په زخمیانو کې درې وکیلان او درې پولیس دي. دوی زیاتوي چې د بریدګرو په خاص هدف پوی نه شولو، چې پرچا یې د برید کولو نیت درلود.

عيني شاهدينو مشال ريډيو ته وويل چې لومړی ډزې وشوي او بيا په يو عدالت کې چاودنه رامنځته شوه.
XS
SM
MD
LG