د لاسرسي ځای

تازه خبر

هند: له یوې سوېسۍ سېلانۍ سره ډله ییز جنسي تېری شوی


په هند کې د طب پوهنځي پر محصلې ډله ییز جنسي تېري پر ضد شدیدې مظاهرې شوې وې
په هند کې د طب پوهنځي پر محصلې ډله ییز جنسي تېري پر ضد شدیدې مظاهرې شوې وې

نوی ډیلی - پر یوې سوېسۍ ښځې باندې د هند په یوه کلې کې هغه مهال ډله ییز جنسي تیری وشو چې له خپل خاوند سره یي په بایسکل سفر کاوه.


د مادیا پرادیش ایالت پولیس وایي، یوې اووه یا اته کسېزې ډلې په دغو سیلانیانو حمله وکړه، خاوند یي وتاړه او په ۳۹ کلنې ښځې یي د هغه په مخ کې جنسي تېری وکړ.

حمله کوونکو دغه راز د ښځې او د هغه د خاوند پیسې او موبایل ټیلفون هم غلا کړل.

دا دوه تنه سیلانیان په اګره کې تاج محل ماڼۍ ته د تللو پر لار په یوه کلې کې دمه شوي ول.

د پولیسو افسر ډوډي د پېښې په اړه وایي:

((دا دوه بهرنیان له اورچا څخه پر بایسکل باندي روان وو او په هغه ځنګله کي یي د دمه کیدو پریکړه کړې وه چې یو شمېر بهرني سیلانیان پکي اوسي. څو تنو ناپیژندل شویو کسانو دوي ووهل او لاپ ټاپ یي ورڅخه یووړ. موږ دوي د درملنې لپاره استولې دي.))

په تېر ډسمبر میاشت کې هم یوې ډلې په یوې ۲۳ کالنې نجلۍ چې په نوي ډیلي کي د طب د پوهنځې محصله وه، ډله ییز جنسي تېری کړی وو.

له هغې ورځې راهیسي په زرګونه کسان مظاهرې کوې او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په اړه ددي هیواد د جاري فرهنګ پر ضد اعتراضونه کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG