د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د عیسویانو مظاهرې دوام لري



احمدالله مشال راډیو

د لاهور بادامي باغ پيښي په ضد د ملک په مختلفو برخو کې د عيسايي ورورولۍ لخوا د احتجاجي مظاهرو لړۍ روانه ده او مظاهرچيان د حکومت نه غوښتنه کوي چې نه صرف دوی ته دې تحفظ ورکړل شي. بلکې په راتلونکې کې د دا قسمه پيښو مخ نيوي لپاره دې کوټلې ګامونه هم پورته کړې بلخوا د پنجاب پوليسو لخوا پيښه کې ککړ خلکو د ګرفتارۍ لړۍ روانه ده او پنجاب حکومت دريځ لري چې تر دې دمه يې پيښه کې ککړ د سلو څخه زيات کسان ګرفتاره کړي دي.


د بادامي باغ پيښې پشمول په تيرو ٥ کالو کې په ملک کې د عيسايي ورورولۍ د مرګ ژوبلې١٥ پيښې مخې ته راغلې دي چې پکې يوازې ٧ پيښي په پنجاب صوبه کې شويدي، په ړومبي اګست کال ٢٠٠٩ کې د پنجاب صوبې په ګوجره سيمه کې د قران شريف سپکاوي په تور کې ٩ عيسائيان وژلې شوې او ١٨ ژوبل کړې شوي وو، دې ترڅنګ په فيصل آباد، جهلم، ګجرات او ميا چنو کې هم د عيسايي ورورولۍ سره د ظلم زياتۍ پيښي رامينځ ته شوي وي چې پکې د ٨ څخه زيات کسان مړه او د ٦٠ نه زيات ژوبل شوې وو او د لاهور ريسکيو ١١٢٢ ترمخه بادامي باغ پيښه کې د عيسايي ورورولۍ ١٧٨ کورونه او دکانونه سوزولې شويدي.

دغه شان د تير کال په دسمبر مياشت نا معلومه کسانو د لاهور په ماډل ټاون سيمه کې د احمدي فرقې سره تعلق لرونکو د سلو څخه زياتو قبرونو سپکاوې کړې و.

اسلام د اقليتونو د حقونو پحقله څه وايي کله چې مشال ريډيو دا پښتنه د مفتي اختر اورکزئۍ نه وکړه نو نوموړى وايي:

،،چې په يو اسلامې ملک کې چې کوم حقونه مسلمان ته ورکړې شوې وي نو دغه شان د ځان، مال، مذهب او د رائي د اظهار حق اقليتونو ته هم ورکړې شويدې او په اسلام کې د روزګار، تعليم، صحت او د حقونو حوالې سره په مسلمان او غير مسلم کې هيڅ تفريق نه دې موجود،،

د بشري حقونو لپاره کار کونکې تنظيم عورت فاونډيشن يو چارواکى عاصم ملک وايي چې په پاکستان کې په موجوده وخت کې د اقليتونو لپاره چې کوم قوانين موجود دي نو دغې د لاري د دوي استحصال کيږې نو حکومت له پکار دې چې نه صرف په دې قانون کې بدلون وکړي بلکې اقليتونو ته دې تحفظ هم ورکړي ذکه چې دا د دوې بنيادې حق دی.


بلخوا وخت په وخت د داخله چارو وزير رحمن ملک پشمول ځنې نور سياسې ګوندونه په پنجاب حکومت دا تورونه لګوې چې دوې د ځنې ناقانونه ګرځولې شوې تنظيمونو په ضد کارروايي نه کوي او دا تنظيمونه په ملک کې انتشار خوروې چې لوجې نه صرف اقليتونه بلکه مسلمانان هم د مشکلاتو سره مخامخ دي.

خبريال او سيمه ايزو چارو کارپوه سليم احمد وايي، چې په پنجاب کې د غير قانونه ګرځول شوي مذهبي تنظيمونو د موجودګۍ خبره د تيرو څو کلونو راهسې د ملک مطبوعات اوپوهه خلک کوي او دا مذهبې تنظيمونه په دې پيښو کې ککړ دي او پنجاب حکومت د دي ټول صورتحال نه خبر هم دې که تاسو د بادامي باغ پيښې ته وګورۍ نو د مخکې نه اطلاع وه او ځکه خو ټول کورونه خالې کړې شول خو پنجاب حکومت د پيښې مخ نيوي لپاره څه ګامونه پورته نه کړل نو له دې معلوميږې چې ورسره د حکومت ملاتړ موجود و او که حکومت غواړې چې حالات په کنټرول کې کړي نو شروعات به پنجاب حکومت کوي او که دا هر څه د اوسه نه کنټرول نکړې شول نو حالات به نور هم خرابۍ طرف ته ځي.

احمد الله- مشال ريډيو اسلام آباد
XS
SM
MD
LG