د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاک ـ ایران ګېس پایپ لاین پروژه ممکنه ده؟



رابعه اکرم مشال راډيو

اسلام آباد:- د تير ګل په ورځ پاکستان او ايران ګيس پائپ لائن منصوبه پرانسته په ايران کې وشوه چې مقصد يې پاکستان کې د تواناي کمې پوره کول دي.


خو پوښتنه دا راپورته کيږي چې له ملګريو ملتونو د بنديزونو او د امريکا فشار په شا لید یا پس منظر کې به دا منصوبه عملي شي او که نه ؟

کله چې مشال راډيو د دې پوښتنې د ځوابولو لپاره د بهرنيو چارو له شننونکې عایشې صديقې څخه وپوښتل، نو هغې وويل چې دا منصوبه په داسي وخت کې پيل کړې شوه چې يو خوا د حکومت موده په ختميدو ده او بل پلو د ټولو غټه مسله د پيسو ده، که پېسې ورسره وي نو دا منصوبه به سر ته ورسي او که چرې په پاکستان پابندي ولګول شوه نو راروان حکومت ته به فيصله کول ګرانه وي. دې زياته کړه:

،،دا بنديزونو به يواځې د امريکې لخوا نه بلکې د يورپي يونين لخوا هم وي، نو په داسي حالاتو کې به په معاشي توګه مشکلات راشي. دا صرف د پائپ لائن د جوړولو خبره نه ده ، خبره دا ده چې پېسې به له کومه راځي. ډير داسې سوالونه رااوچتيږي. او راروان حکومت به په دې پروژه کار کول غواړې او که نه، اصل سوال خو دا دى،،

دغه رنګ په دې اړه د معاشي چارو تجزيه کار اکرام هوتي وايې چې د دې منصوبې په سر ته رسيدو کې درې مسلې مخې ته راتلای شي.

،، يو دا چې امريکا اوس هم داسي فشار اچولې شي چې هغه پاکستان منعې کړې نو سر ته يې نه شي رسولې، دويمه دا چې پاکستان د دې منصوبې د حفاظت لپاره کوم پلان لري نو هغه دوی له نقصانه خوندي جوړولای شي او که نه شي جوړولای نو بيا هم نه کيږي او درېم دا فرض کړۍ که دا منصوبه شروع شي نو د هغې نه پس د سيکيورټي نظام به څنګه وي ، نو په ټي وي يو جرنيل راغلى و، ويل يې چې يو بټالين د يو اتو سوو کسانو پکار دى چې هغه به د دې حفاظت وکړي نو کيداې شي چې دا بټالين د دې حفاظت وکړای شي،،

د اسلام اباد انسټي ټيوټ اف پاليسي سټډيز مشر پروفيسر خورشيد احمد وينا ده پاکستان سره د توانايي په باب پاليسي نشته، که دا پاليسي وای نو نن به پاکستان د توانايي بحران نه لرلای.

له بده مرغه له تيرو لسو پنځلسو کالو نه موږ سره يو جامع پاليسي نشته، خدای پاک موږ ته ډيرې ذرايعې راکړې دې، لکه د اوبو نه بجلې جوړولو ذريعه ، چې د ټولو ارزانه ده، جوهري طاقت، چې موږ سره يو حفاظتي ديوال دې ، دغه رنګ د کویلې ذخيرې راسره شته، نورې ذريعې هم شته لکه شمسي توانايې او د هوا نه بجلې جوړول. چې په دې دواړو ذريعو د دنيا مختلفو ملکونو لکه چين، هند، ايران او غربي نړې کاميابه تجربې کړې دي. خو له بد قسمتۍ زموږ حکمرانان او پلاننګ کميشن په دې هر څه توجه ورنه کړه،،

د نوموړي وينا سره سم چې پاکستان ته ايمانداره حکمرانانو ضرورت دې ،چا ته چې د معاملو ادراک وي نو د پاکستان د توانايې کمۍ نه صرف پنځه کالو دننه پوره کيدای شي بلکې راروان پنځويشت کالو ترقې لپاره يو ښه پروګرام هم جوړيدای شي.
XS
SM
MD
LG