د لاسرسي ځای

تازه خبر

سپنې ماڼۍ د ولسمشر کرزي څرګندوني رد کړې

وایټ هاؤس د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي هغه بیانونه رد کړي چې ګنې د طالبانو د بریدونو نه امریکا ته ګټه رسي.

د وایټ هاؤس ویاند جې کارني پرون د ګل پر ورځ ولسمشر حامد کرزي په وروستیو څرګندونو د تبصرې کولو په مهال وویل: د افغان ولسمشر دا ادعا سمه نه ده چې امریکا په افغانستان کې له طالبانو سره څه ډول جوړجاړی کړی دی.
د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د اتوار په ورځ ویلي وو ، طالبانو له بریدونه امریکا سره مرسته کوي چې افغانان په دي کانې کړي چې بهرني پوځیان له ټاکلې مودې دوه یانې له زره څوارلسم کال ورسته هم په افغانستان کې په کار دي.
  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

XS
SM
MD
LG