د لاسرسي ځای

تازه خبر

بنو صدر تاڼې مخ ته چاودنه: ۲ مړه ۱۴ ژوبل


د پښتونخوا جنوبي ضلع بنو په بیا بیا د ترهګرۍ ښکار کېږي
د پښتونخوا جنوبي ضلع بنو په بیا بیا د ترهګرۍ ښکار کېږي


د خیبر پښتونخوا په بنو کې د صدر پولیس تاڼې مخې ته نن د نهې پر ورځ غرمه مهال په یوه بمي چاودنه کې دوه کسان وژل شوي او ۱۴ ژوبل دي.


د مشال راډيو خبریال د پولیس چارواکو له خولې وايي، چې په چاودنه کې یوه ماشوم او د هغه پلار وژل شوی دی چې له سکوله کور ته په لاره وو.

په ټپیانو کې دوه پولیس واله هم شامل دي.

د سرچینو د مالوماتو له مخې دا چاودنه په یوه موټر سایکل کې له اېښودل شویو باروي موادو شوې ده، ځینې رسنۍ بیا وايي چې دا یو ځانمرګی برید وو. خو لا تر اوسه یې کره مالومات نشته.

د پښتونخوا جنوبي ضلع بنو په بیا بیا د ترهګرۍ ښکار کېږي، چې لویه وجه یې د امنیتي سرچینو په خبره د دغه سیمې له شمالي وزیرستان سره لګېدلې پولې دي، چېري چې وسله وال طالبان، القاعده او نور بهرني اورپکي ټینګ مرکزونه لري.
XS
SM
MD
LG