د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران و پاکستان د ګېس پایپ لاین پروژه پرانستله


د ایران ولسمشر محمود احمدينیژاد او د هغه پاکستاني سیال آصف علي زرداري
د ایران ولسمشر محمود احمدينیژاد او د هغه پاکستاني سیال آصف علي زرداري



ایران او پاکستان د دواړو ملکونو تر مينځ د ګیس پایپ لاين پروژې د غځولو پرانستنه وکړه چې امریکا یې ډېر سخت مخالفه ده.

د ایران ولسمشر محمود احمدينیژاد او د هغه پاکستاني سیال آصف علي زرداري د ایراني بندرګا ښار چا بهار کې د ۷۸۰ کلومیټره اوږد ګېس پایپ لاین د کار پرانستنه وکړه چې پاکستان ته به غځول کېږي.

تهران وايي چې دوی خپلې غاړې ته تر پولې پورې د ۹۰۰ کلومیټرو پایپ لاین غځولو کار بشپړ کړی دی.

اسلام آباد وايي، چې له اوږدې مودې راهیسې ځنډېدلی دغه پایپ لاین به د ملک انرژي کمي په لرې کولو کې مرسته وکړي. د واشنګټن لخوا د فشار له کبله پاکستان خپلې خوا ته د دې پايپ لاین د پاتې برخې په غځولو کې سستي کړې وه .

واشنګټن پر تهران د خپل اټومي پروګرام په نغاړلو کې د پاته راتلو له کبله اقتصادي بندیزونه لګولي دي، دغه ډول ګام نورو لویدیځو هېوادونو او ملګرو ملتونو هم اخیستی دی.
له مشال راډیو سره په خبرو کې په اسلام اباد کې د امریکا سفارت ویاند راین هریس خبرداری ورکړ ، چې د دې پروژې له غځولو سره پر اسلام آباد بندیزونه لګېدای شی.

((د ایران په اړه د امریکا تګلاره له ورایه جوته ده، او موږ له لومړۍ ورځې چې دا پروژه پیل کېدله دا خبره په ډاګه کړې، دا د پاکستان په ګټه ده چې له دې کار لاس واخلي، ځکه چې د ملګرو ملتونو او امریکا د قانون له مخې بندیزونه ورباندې لګېدلای شي.))


تيره اونۍ پاکستاني ولسمشر اصف علي زرداري اعلان کړی وو چې د واشنګتن پر اعتراضاتو سربېره به له ډیرې مودې له ځنډ سره مخامخ دا کار پر مخ بوځي.

د ايران مذهبي مشر ایت الله علي خامنايي ولسمشر زرداري ته ویلي وو چې د امریکا اعتراضات دي له پامه وغورځوی. د هغه په وینا دا ځکه چې ايران د توانايي يوازنۍ محفوظه وسيله ده چې د پاکستان ضرورتونه پوره کولای شي.

تهران د دغه پروژې د لګښت له یو اعشاریه پنځه بیلیون ډالرو په درو کې یوه برخه پیسې پاکستان ته پور کړې دي چې د پایپ لاین پر جوړولو یې ولګوي. ایراني ټېکه داران به په پاکستان کې د پایپ لاین جوړولو کار ترسره کوي.

دا پایپ لاین به له بلوچستان نور پاکستان ته غځول کېږي چې دا مهال له امنیتي پلوه ډېرې ننګونې ولري، چېري چې بلوڅ بېلتونپالي پر خپلو وسایلو د لازیاتې کورواکۍ لپاره مبارزه کوي.

دا پروژه چې کله په ۱۹۹۰مو کالونو کې پیل شوله نو په بیا بیا یې خبرې اترې له ځنډ سره مخامخې شولې. د لومړني پلان له مخې به دا پایل لاین د ایران د تر ټولو ستر ګېس څا (کوهیان)څخه د پاکستان له لارې هند ته غځول کېدله. نوی ډیلی په ۲۰۰۹م کال د لګښت او امنیتي ستونزو له کبله له دې خبرو اترو پر شا شو.
XS
SM
MD
LG