د لاسرسي ځای

تازه خبر

یورپي اتحاد له پاکستاني ماهیانو بندیز واخیست




کراچۍ : د پاکستان د کب نیونې( ماهي ګیرۍ) محکمې چارواکي وایي چې یورپي ټولنې له پاکستانه د کبانو په اخیستو لګول شوي بندیز لېرې کړي دي ـ


د محکمې مشر چارواکي عبدالغني جوکیو مشال ریډیو ته وویل چې دغه بندیزونه له ۲۰۰۷ کال راهیسې لګول شوي ول ، چې له امله یې د پاکستان د ماهیانو په مارکیټ سخت اغیز پریوتې وو:

((یورپ زموږ لپاره د ماهیانو لپاره یو لوی بازار دی ـ د مارچ له ۱۲ نېټې څخه دوو کمپنیو د یورپ لپاره ماهیان اخیستل شورو کوي او میاشت دوه روستو به ۴ نورې کمپنۍ د یورپ لپاره ماهیان اخیستل شورو کړي ـ په ۲۰۰۷ کې زموږ له یورپ سره د ۳۰ میلونو ډالرو کاروبار کیدو،اوس موږ تمه کوو چې دا به تر ۶۰ میلونو ډالرو پورې لوړ شي ))

د کشتیو یا لانچونو مالکانو او کب نیونکو چې زیاتره یې پښتانه دي، د یورپي یونین لخوا د ماهیانو د بیا اخیستنې د پریکړې هرکلی کړی دی ـ د یو لانچ مالک نجیب الله وایي د کله راهسې چې یورپ د ماهیانو اخیستل بند کړي و، د دوی په سخت محنت نیول شوي ماهیان به په ځایي بازار کې بېخي په ارزانه بیه خرڅیدل ـ

د ماهیانو د اخیستونکې یوې کمپنې مسول نور حبیب خان وایي، هغه ماهیان چې د یورپ منډیانو ته ځي ،د بندیز له وجې به اول چین او یا هم د منځنۍ ایشیا ملکونو ته تلل او له هغه ځایه به بیا یورپ ته استول کیدل ،چې له دې څخه د چین او نورو ملکونو سوداګرو ته ګټه وه او د پاکستان ماهي ګیرو ته نقصان وو.

د باجوړ ایجنسۍ برنګ تحصیل شربتۍ کلي حضور مامد په لانچ کې د ماهیانو د نیولو کاروبار کوي ـ هغه وایي:

((یورپي یونین ملکونو ته چې له دې ځایه د ماهیانو لیږل شورو شي نو له دې به کب نیونکو او هم له دې کاروبار سره تړولو نورو په لکونو خلکو ته ګټه ورسېږي ـ ځکه چې کله يورپي ملکونه زموږ له مارکیټه ماهیان اخلي نو له دې سره به د ماهیانو بییه پورته شي ـ دا شپږ کاله کېږي د یورپي یونین لخوا په ماهیانو اخیستو بندیز و، دې سره زموږ کار هم خراب و ،اوس چې بندیز واخیستل شو نو مارکیټ هم ښه شو، نرخ هم ښه شو، نور خلک هم خوشاله دي او مزدوران هم خوشاله دي ،دا ځکه چې یورپ والا ماهیان په مناسبه بیه اخلي))

یاده دې وي د ۲۰۰۷ کال د جولایې په میاشت کې اروپایی اتحاد د صفایي د ناقص انتظاماتو له وجې له پاکستانه د ماهیانو په اخیستنه بندیز لګولی وو.

XS
SM
MD
LG