د لاسرسي ځای

تازه خبر

د لسم مارچ نړیوالو رسنیو ته کتنه


ايسوشي ايټېډ پريس ليکي، د پنجاب د حکومت وياند پرويز رشيد وعده کړې چې د لاهور ښار د هغو عيسویانو کورونه به بيرته جوړوي، چې د تېرې شنبې ورځې په مظاهرو کې وسوزول شول. خو د اژانس په ليکنه، عيسویانو د دغې پېښې په غبرګون کې پر حکومتي اقدام تسلي نه ده ښودلې.

د لاهور د يوې سيمې د عيسویانو کورونه له هغه وروسته وسوزول شول چې يو مسلمان سړي يو عيسوی تن اسلام ته د سپکاوي په تور تورن کړ. اژانس ليکي، دا داسې يو جرم دی چې په پاکستان کې پرې يو کس ته د عمر قيد يا د مرګ سزا ورکول کېږي. اژانس زياتوي، له دې قانون څخه اکثره وخت خلک ناوړه شخصي ګټې پورته کوي.

هم د اژانس په ليکنه، په پاکستان کې د اسلام د سپکاوي تورونه خلک مظاهرو او قانون په خپلو لاسو کې اخيستو ته پاروي. دغه تور چې يو ځل په چا ولګي نو راګرځول يې ګران وي. قانون عملي کوونکي مامورين او سياستوال هم په دغه رقم دوسيو کې، د دې لپاره چې له خبرو يا عمل څخه يې خلک له تورن شوي کس سره د همدردۍ تاثر وا نخلي، کوم زړور اقدام نه کوي.

ای پي د بشري حقونو د څار نړيوالې ادارې د شمېرو پر اساس ليکلي، په پاکستان کې دا مهال اسلام ته د سپکاوي په تور تورن شوي لږ تر لږه ۱۶ کسان د مرګ او ۲۰ نور د عمري بند په سزا محکوم دي.

بل پلو فرانس پريس خبري اژانس د افغان ولسمشر حامد کرزي خبرې راخيستي چې ويلي يې دي، افغان طالبان، په داسې حال کې چې مشرانو يې له امريکايانو سره خبرې پيل کړي، د ځان مرګو بريدونو په کولو سره عام افغانان او د هغوی ماشومان وژني.

خو ياد اژانس ليکي، طالبانو د تېر کال په مارچ مياشت کې وويل چې له امريکا سره يې په قطر کې پيل کړې خبرې ځکه ودرولې چې دغه هېواد د دوی د زنداني ملګرو د خوشي کولو وعده پوره نه کړه. اژانس زياتوي، طالبان دغه خبرونه ردوي چې ګوندې له امريکا سره يې بيا خبرې پيل کړي دي.

اژانس افغانستان ته د امريکا د دفاع وزير چيک هيګل د سفر د ملګري، د امريکايي حکومت د يوه وياند په حواله وايي چې افغانستان او امريکا طالبانو ته په يوه سترګه ګوري او دا چې دواړه هېوادونه دغه ډله د يو دښمن په توګه پېژني.
هم د اژانس په ليکنه، طالبان په دوامداره توګه افغان حکومت سره له خبرو کولو انکاري دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG