د لاسرسي ځای

تازه خبر

"چک هېګل" کابل ته راورسید


چک هېګل نهه ورځې وروسته له دې چې د امریکا د دفاع د نوي وزیر په توګه یې لوړه وکړه، کابل ته راغی. په لوړه کې ده ژمنه کړې وه، چې له افغانستانه بریالیتوب سره د امریکايي سرتېرو وتل به یقیني کړي.

هېګل په خپله الوتکه کې خبریالانو ته وویل، په داسې حال کې چې افغان ځواکونو ته د مسوولیتونو د انتقال لپاره تیارۍ روانې دي، ډېر ستر مسایل او ستونزې هم په مخکې شته. ده زیاته کړه، چې د انتقال بهیر باید په سم ډول او له افغان حکومت او نړیوالو متحدانو سره په شراکت کې ترسره شي.

د امریکا دفاع وزیر وویل، دی افغانستان ته د دې لپاره ځي چې تر هرڅه مخکې د خپلو سرتېرو مننه او ستاینه وکړي. ښاغلي هېګل زیاته کړه، کله چې په مشرتابه کې بدلون راځي په کار ده د هغو کسانو د هڅو درناوی وشي، چې د جګړې په لومړۍ کرښه کې دي.

ولسمشر بارک اوباما تېره میاشت اعلان وکړ، چې په راتلونکي کال کې به څلوردېرش زره امریکايي سرتېري له افغانستانه ووځي او په دې توګه به په افغانستان کې د امریکا د دېره ۶۶ زره کسیز پوځ شمېره سمه نیمايي شي

د امریکا دفاع وزیر به کابل ته د سفر په ترڅ کې له افغان ولسمشر حامدکرزي سره هم وګوري. فرانسپرس خبري آژانس په دې اړه په راپور کې لیکي، ښايي د کرزي او هېګل په خبرو کې له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د پاتې کېدونکو امریکايي ځواکونو د شمېر په اړه هم خبرې وشي.

ټاکل شوې چې، امریکايي ځواکونه له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې له ټروریزم سره مبارزې او د افغان ځواکونو د روزنې ماموریت ته دوام ورکړي.

هېګل خپلو سرتېرو ته په یوه پیغام کې وویل، زموږ دا هدف چې افغان ځواکونه به د ۲۰۱۴ کال ترپایه د امنیتي چارو مسوولیتونه په غاړه اخلي واضح او ممکن دی.

د امریکا دفاع وزیر زیاته کړه چې په افغانستان کې تل ترتله پاتې کېدل د امریکا هدف نه دی؛ بلکې دا د ده په وینا، په افغانانو پورې اړه لري، چې په خپله د خپلې راتلونکې په اړه پرېکړه وکړي.

د هالنډ صدراعظم پرون اعلان وکړ، چې هالنډي پوځي ترېنران یا روزونکي به؛ چې اوس مهال په کندز ولایت کې په دنده بوخت دي؛ له ټاکل شوې نېټې مخکې له افغانستانه ووځي.
مارک روټې وویل، افغان ځواکونه اوس د مسوولیتونو منلو ته چمتو دي او زیاته یې کړه؛ چې د هالنډ د نژدې پنځه نیم سوه کسیز پوځ دوه سوه نور سرتېري به له پلان سره سم تر راتلونکي کاله په افغانستان کې پاتې شي.

افغان ځواکونه په ټول هېواد کې د پوځي مسوولیتونو د منلو په حال کې دي، خو دا پوښتنې شته چې آیا دوی د وسله والو طالبانو د ځپلو او تشدد د مخنیوي توان ولري کنه. په همدې حال کې د تشدد د پېښو نوي راپورونه ورکړل شوي. پرون په یوه پېښه کې د ناټو یو ملکي قراردادي د دریو وسله والو له خوا چې د افغان امنیتي ځواکونو یونیفورم یې اغوستی و، په ډزو ووژل شو.

په ۲۰۱۲ کال کې څه باندې شپېته بهرني پوځیان د خپل منځي حملو په نتیجه کې ووژل شول، چې نتیجه یې د افغان او نړیوالو ځواکونو ترمینځ د بې اعتمادۍ زیاتېدل و. دې بریدونو د افغان ځواکونو د روزنې پروګرامونه هم له ګواښ سره. مخامخ کړي دي

XS
SM
MD
LG