د لاسرسي ځای

تازه خبر

راجا پرویز اشرف د هند اجمیر ښار ته ورغلی



ای ایف پي خبري اژانس لیکې، د پاکستان وزیراعظم راجا پرویز اشرف د خالي په ورځ هند ته ورسید ، چې هلته به د اجمیر شریف زیارت ته ورځي، د هند د بهرنیو چارو وزیر سلمان خورشید د هغه تود هر کلی وکړ.

دا د راجا برویز اشرف د پاکستان د وزیراعظم په حیث لومړنی سفر دی. په دې وروستیو کې د دواړو هیوادونو تر منځ په سرحدي سیمو د پوځیانو د وژل کیدلو د پیښو سره د دواړو هیوادونو اړیکې د کړکیچ سره مخامخ شوي دي.

پرویز اشرف د غرمې ډوډۍ د جی پور ښار په رام باغ محل کې وخوړه، په دغه وخت سلمان خورشید وویل، دا د دوی د کلتور یوه نښه ده، چې د خپلو میلمنو تود هر کلی کوي.

د هند د بهرنیو چارو د وزارت یو چارواکي اې ایف پي خبري اژانس ته ویلي، په دغه وخت د دواړو هیوادونو د اړیکو په اړه ډیري لږي خبرې شوي دي، او زیاتوي، هند پر دې خوشاله دی، چې د پاکستان وزیراعظم یي د غرمې پر ډوډۍ میلمه دی.

د تیر کال د اپریل د میاشتې د ولسمشر اصف علي زرداري د دورې وروستو دا د دویم لوړ پوړي پاکستاني چارواکي دوره ده، چې هند ته يي کوي.

پرویز اشرف به نن ورځ د د دیارلسمې صدۍ د صوفي حضرت خواجه غریب نواز په زیارت کې تیروي، چې د جې پور نه اتیا میله لرې دی.

د نوي ډلې او اسلام اباد تر منځ د جنورۍ په میاشت کې له هغې وروستو تاوتریخوالی رامنځ ته شو، کله چې د کشمیر په لانجمنه سیمه کې د دواړ غاړو لخوا پر ډزو کې شپږ عسکر ووژل شول، په دغو کې څلور عسکر د پاکستان او او دوو د هند وو.
XS
SM
MD
LG