د لاسرسي ځای

تازه خبر

نورافغان طالب بندیان نه خوشې کیږي


ډان ورځپاڼه د ځینو پاکستانیو چارواکو له خولې لیکې ، چې د پاکستان دولت د اسلام اباد او کابل تر مینځ د ځینو نا باوریو د پیدا کیدو له وجې د افغان بندیانو د خوشې کیدو چاري په لنډ مهالې توګه درولې دي

د طالبانو د بندیانو خوشي کیدلو ته یو وخت په دی سترګه کتل کیدل چې دی سره د سولی بهیر تیز شي.

هغه چارواکي چې په دی مسله کې ښکیل دي وایي ، د طالبانو د بندیانو د خوشې کیدو نه اغیز د سولې په بهیر کې د خنډ اصلي ټکی دی.

يو پاکستاني ډیپلومات ډان ورځپاڼې ته وویل ، افغان چاوراکي تور پورې کوي چې د بندیانو خوشې کیدل تر ګټي زیان ډیر لري ځکه چې یو منظم څارونکې پلان نشته .

يو افغان چاوراکي په دی اړه له کابله په ټلیفون وویل، د دی بندیانو خوشې کیدو سره د روغې جوړې په برخه کې څه پرمختګ ونه شو.دغه افغان چارواکي چې د نوم اخیستولو نه یې انکار وکړ زیاته کړه ، د دی بندیانو د خوشي کیدو سره لا هم شخړې روانې دي .

افغانستان او پاکستان مخکې منلي و چې د افغانستان د غوښتنو سره سم به بندیان خوشې کیږي او پاکستان به دبندیانو لسټ د سولی عالی شورا ته ورکوي .

په پاکستان کې د افغانستان سفیر عمر داود زی وایي تر اوسه په دی عمل نه دی شوې.
ډان ته یوی سر چیني ویلي دي چې د لسټ د سپارلو د ځنډیدو له امله د کابل او اسلام اباد تر منیځ اعتماد کمزورې شوی دی.

XS
SM
MD
LG