د لاسرسي ځای

تازه خبر

تیرا کې د وسله والو نښتې، څلور ووژل شول


د خیبر ایجنسۍ یو چارواکي د نوم نه څرګندولو په شرط د جمعې پر ورځ د مارچ اتمه نېټه سهار مهال مشال ریډیو ته وويل چې تیر ماښام د خیبر په لرې پرته سیمه تیرا کې د حکومت پلوه ډلې انصارالاسلام او وسله والې ډلې تحریک طالبان پاکستان ترمنځ په تازه نښتو کښې خوا وشا څلور کسان وژل شوی دي،او یو شمیر په کې ژوبل دي.

انصارالاسلام ډله په تیرا کې د تیرې اوږدې مودې راهیسې د لشکر اسلام وسلوالې ډلې پرضد مزاحمت کوي او اوس د څه مودې راهیسې د تحریک طالبان پرضد هم راپورته شوې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG