د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اسامه بن لادن د زوم نیونه


سلېمان ابو غېث
سلېمان ابو غېث


اېسوشي اېټډ پرېس خبري اژانس ليکي، د امریکا يو عدالت د القاعده شبکې يو مهم مشر او د اسامه بن لادن يو نږدې خپل د زيارت په ورځ په دې وجه تورن وګرځوی چې د خپلې شبکې د مشر پرپاګند کونکې په حېث يې د امريکايانو د وژلو دسيسې جوړولې، د ۲۰۰۱م کال د سپټمبر د يولسمې نېټې د بريدونو ستاينه يې کول او خبرداری يې ورکوی چې دا ډول نور بريدونه به تر سره کړي.


امريکايي چارواکو ويلي چې سلېمان ابو غېث چې په کوېت کې زېږېدلی او د اسامه بن لادن زوم دی، تېره اونۍ په اردن کې ونيول شو. د امريکا د محکمه انصاف لخوا په خپاره شوي بيان کې ويل شوي چې هغه به نن (د جمعې په ورځ) د نیويارک په يو مرکزي عدالت کې وړاندي کړل شي. د امريکا لوی څارنوال اېريک هولډر په يو بيان کې وايي، وخت او واټنونه به هيڅکله د دوی هوډ کمزوری نه کړي او دوی به د امريکا دښمنان د انصاف منګلو ته سپاري. نوموړی په خپل بيان کې زياتوي چې د ابو غېث نيول ترهګرو او د امريکا دښمنانو ته يو پېغام دی چې د نړۍ په يوه کونج کې هم دوی نشي پټېدلای او امريکا به د دوی د نيولو لپاره خپل بشپړه طاقت په کار راولي تر څو له دوی سره قانوني احتساب وشي.

د اېسوشي اېټډ پرېس په خبره دا مقدمه د اوبامه انتظاميې لپاره يو قانوني بريا ده چې د القاعده پر يو مهم مشر د ګوانتانامو بې د پوځي حراستي مرکز پر ځای د امريکا په يو مرکزي عدالت کې مقدمه چلول کیږي. په عامه توګه د ګوانټانامو بنديانو ته د امريکايي عدالتونو په پرتله لږ قانوني حقوق ورکول کيږي.

د امريکا د انصاف محکمه وايي، ابوغېث د القاعده وياند و چې د ۲۰۰۱م کال د مې د مياشتې راهيسي يې د اسامه بن لادن او بيا اوس له اېمن الظواهري سره کار کاوی. څارنوالان وايي، ابوغېث د ۱۱م سپټمبر تر بريدونو وروسته په افغانستان کې له اسامه بن لادن او اېمن الظواهري سره يو ځای څرګند شو او پر مسلمانانو يې غږ وکړی چې د يهوديانو، عيسايانو او امريکايانو خلاف جنګ وکړي. د کويت حکومت تر ۱۱م سپټمبر وروسته د هغه شهريت منسوخ کړی.

د هيومن رايټس فرسټ په نامه د بشري حقونو د يو ادارې له مخې د ۱۱م سپټمبر تر پيښې وروسته د امريکا په مرکزي عدالتونو کې ۶۷ مشکوک بهرني ترهګر محاکمه شوي دي. بلخوا په ګوانټامو بې کې د زرګونو بنديانو څخه يوازي اووه بنديان د امريکا د پوځي عدالت لخوا محاکمه شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG