د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: د نیالګیو اوبول او پالل پر غاړه اخلو


نجیب الله الوخیل -خوست

په خوست کې مسوولې ادارې په پام کې لري ،چې په سږني پسرلي کې د خوست په مرکز او ولسوالیو کې یومیلیون نیالګي ولګوي، د نیالګیو اېيښودو په لوی اشر کې، چې د خوست په مرکزي بڼ کې ترسره شو، د خوست والي له خلکو وغوښتل ،چې لږتر لږه دیوه نیالګي اوبه کول او پالنه پر غاړه واخلي، چې نیالګي وچ نه شي.


د زرګونو زینتي او میوه لرونکیو نیالګیو ايښودو لوی اشر، د سېشنبې پر ورځ د خوست په مرکزي بڼ کې ترسره شو چې په کې د ملکي او پوځي ادارو د منسوبینو، د مدني بنسټونو او ټولنیزو سازمانونو غړو، بزګرانو او سلګونو خوستوالو ګډون وکړ.

که څه هم د کب میاشتې په وروستیو ورځو کې په سمبولیکه بڼه هر کال نیالګي لګول کیږي ،خو لګول شوي نیالګي دنه پالنې او تندې له لاسه وچیږي او همدا لامل دی،چې په تیرو لسو کلونو کې دخواجه متون دغونډیو پر امتداد دګوتو په شمیر نیالګي شنه شوي مالومیږي. سږني کال کې دګډونوالو سره په ټولیزه توګه دا نظر موجود وو ،چې دلګول شویو نیالګیو پالنه به کوي او ترهغې به اوبه ورکوي ،چې دڅارویو له خولو ووځي او څه نا څه مقاومت پیدا کړي.

دښار دصنفي اتحادیې مشر کرامت خان خپلواک وویل ،چې سږکال د دوی اتحادیه په پام کې لري ،درې زره نیالګي ولګوي او تر شپږو میاشتو پورې به اوبه ورکوي تر څو د وچیدو او له منځه تلو مخه يې ونیول شي، ده وویل ،چې سږ کال دنیالګیو اوبه کول او پالل دواړه پر غاړه اخلو:((.تیر کال مو هم یونیم زر نیالګي کینولي ول ،خو اوبه نشول نو له منځه ولاړل،خو سږکال به درې زره نیالګي کینوو او هغو ته به شپږ میاشتې اوبه ورکوو او هم به يې ساتنه کوو. )) دخوست دکرنې او مالدارۍ رئیس ډاکټر نقیب الله وویل ،چې سږني پسرلي کې ولایتي اداره په پام کې لري ،چې یو میلیون نوي نیالګي ولګوي او ساتنه او پالنه يې وکړي.

دنظر خاوند انجینر ګل حبیب شاه دچاپیریال په سمسورتیا او ښکلا کې دنیالګیو کینول مهم بولي او له هیوادوالو غوښتنه کوي ،چې نه دې پریږدي ،چې نیالګي داوبو له خوارۍ وچ شي : ((نیالګي دوطن په ښکلا او سرسبزي کې ډیر مهم رول لري ،زما پیغام خوستوالو او په ځانګړي ډول مسوولو ادارو ته دادی ،ددې لپاره چې ونې وچې نشي ،له منځه ولاړې نشي او دخلکو داستفادې وړشي نو په وخت زمان دې اوبه ورکړي ،ورڅخه مراقبت دې وکړي ،تر څو دا دوی ته په اینده کې دجاریه صدقې په توګه پاتې شي.))

خوست والي عبدالجبار نعیمي وویل ،چې ددې هیواد په سمسورتیا او ښیرازتوب کې نوي سلنه ونډه په خپله د خلکو ده او دا کار باید یوازې حکومتي ادارو ته پرینښودل شي: ((که چېرې زموږ او ستاسو ځوانان،محصلان ،ښوونکي او زده کوونکي هر ورځ یوازې یو نیالګي ته اوبه ورکړي نو هره ورځ به مو پنځه ،شپږ لکه نیالګي اوبه کړي وي ،نو هیله مې داده ،چې پدې سپیڅلي کار کې هر ورور او هر هیوادوال برخه واخلي اود خپل چاپیریال په سمسورولو کې ونډه واخلي ))

دیادونې وړ ده سږکال په خوست کې یوشمیر خلک په خپله ښوونځیو ،پوهنتونونو او نورو ټولګټو تاسیساتو ته په زرګو نیالګي وروړي او په یادو تاسیساتو کې دځانګړي سیمې دشنه کولو مسوولیت پرغاړه اخلي ،چې دا کار په خپل ذات کې دخپل چاپیریال د سمسورولو لپاره دنوي فکر او دخلکو داحساس دبیدارۍ ښکارندويي کوي.
XS
SM
MD
LG