د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د ترهګرۍ ضد جنګ له زړه نه کوي



د پاکستان د انګريزي ژبې ورځپاڼې ډان د هند د وزيراعظم من موهن سنګ د هغه بيان په اړه راپور خپور کړی چې نوموړی ویلي و پاکستان د ترهګرۍ په ضد جګړه کې د ډاډ وړ کار نه دی کړی.


ډان ورځپاڼه ليکي، د هند وزيراعظم منموهن سنګ د چار شنبې په ورځ د هيواد قامي اسمبلۍ ته وويل چې هند له پاکستان سره د اړيکو عادي حالت ته د راوستو لپاره خبرو اترو ته دوام ورکړی و خو پاکستان د ترهګرۍ په ضد د جګړې پای ته رسولو کې دوه زړه و.

منموهن سنګ زياته کړه، اوس هم له پاکستان سره د اړيکو د عادي کولو په لړ کې د دوی لخوا خبرې اترې دوام لري چې دا ډول دوه اړخيزه همکاري او د ولسونو تر منځ اړيکې پر مخ ولاړي شي او لانجې هواري کړل شي خو د سنګ په وينا د دواړو هيوادونو تر منځ پر پرته پوله لاين آف کنټرول باندي تاوتريخوالي پر دغو خبرو اترو منفي اغېز وکړی.

نوموړی زياتوي اوس هم دوی غواړي چې په پاکستان کې د ترهګرۍ بنيادي کالبوت له مېنځه يووړل شي او د ۲۰۰۸م کال د ممبي د بريدونو عاملين د انصاف منګلو ته وسپارل شي. سنګ وايي، د هند او پاکستان تر منځ د ګواښ او تشدد څخه پاکي د ښه ګاونډيتوب اړيکې او دوه اړخيزه اقتصادي همکاري د دواړو هيوادونو په ګټه ده او هند له پاکستانه تمه لري چې د غوره اړيکو د پروسې د پر مخ بېولو لپاره يو مرستندويه چاپيريال رامنځ ته کړي.

د هند وزيراعظم منموهن سنګ د هيواد قامي اسمبلۍ ته د وينا پر مهال وويل چې په داسي وخت کې چې افغانستان د سياسي، اقتصادي، او امنيتي پلوه په ۲۰۱۴م کال او تر هغه وروسته د بدلون په حال کې دی، هند به د دغه هيواد په بيا رغونه کې مرستې جاري ساتي چې دا ډول افغانستان په سوله ايز ډول پر خپلو پښو ودريږي او د ترهګرۍ او سخت دريځۍ مخه ونيسي.

راپور ليکي، کله چې له منموهن سنګ څخه د چين لخوا هند ته د ممکنه ګواښ په اړه پوښتنه وشوه نو نوموړي وويل چې د ده په نظر په اوسني وخت کې دواړه هيوادونه نړيوال ارزښت لري او د پرمختګ پر لور د لاس ته راوړنو هيله لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG