د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پېښور ګلبرک کې چاپه، ګڼ خلک ونیول شول



غلام غوث مشال ريډيو پيښور

په پيښور کې د خيبر ايجنسۍ د پوليټيكل ايجنټ په دفتر لس ورځي وړاندي د ځانمرګي بريدونو روستو بيګا د نيمي شپې پر مهال پوليس او نورو امنيتي ادارو د خيبر هاوس سره په خوا کې د سپر مارکېټه ګېر چاپيره پلازو او رهایشي فلېټونو د لټون عمليات تر سره كړيدي او تر پنځويشتو پورې كسان يې نيولي دي چې د چارواکو په خبره پېژندپاڼې یا شناختي اسناد يې نه لرل-

د ګلبرګ تهاني يو پوليس چارواکې عبد الله جان مشال ريډيو ته وويل )) په سپر مارکېټ کې دا د لټون عمليات شويدي او دا د ګلبرګ علاقه ده - چونكې دلته پلازې دي او له یوې بلې علاقې ورته خلك راغلي دي او غير خلك دلته ديره دي، نو دا د دې لپاره شوي چې معلومه كړي دلته څوك څوك ديره دي، شاوخوا ديرش كسان نيول شوي دي او د هغو د تصديق عمل روان دي((

ځايي اوسيدونكو د پوليس او امنيتي ادارو لخوا د نيمې شپې په دې عملياتو ډيره سخته نا خوښي څرګنده كړيده- دغلته يو اوسيدونکې ځوان خبريال عبدالبصير مشال ريډيو ته وويل(( بيګا اپريشن وشو، ګڼ شمېر پولیس راغلی وو او په خيبر سپر مارکېټ کې په شاو خوا سلو ودانو کې ډير خلك اوسيږي، زه خپله د صحافت د څانګي سره اړه لرم او بيګا موږ ویده وو او دغه وخت پوليس راغلی، په زوره یې ورونه ډبول اوموږ ډير ويريدلو چې څه چل او څه مسله ده. پوليس ته مو چې ور لرې كړو نو څه تپوس پوښتنه يې ونه كړه او ټولو ته يې وويل چې ودريږئ- موږ کوټه کې درې كسان يو، يو راسره كشر ورور او يو بل تن وو، نو بس نيغ يې ودرولو او زموږ بسترې يې په بله واړولې، ما ورته ويل څه چل دی موږ ته خو ووايئ،هغوی ويل موږ ته اطلاع ده او تاسو سره ډيرې خبرې نه شو كولی او ټوله پلازه راته پاته ده،او بيسترې یې راته واړولي او دا يې هم ونه ويل چې خفه نشئ))

دا چې د پاكستان قانون د لټون د عملياتو په اړه د قانوني طريقي په اړه څه وايي؟ ددې پوښتنې په ځواب کې د پيښور های كورټ يو وکیل كريم مسود مشال ريډيو ته وويل)((پوليس به اول ډیپوټي كمشنر يا مجسټريټ ته درخواست وركوي چې دلته دا رقم شكمن كسان دي يا قاتلان دي يا غله ډاكوان دي يا جوارګر دي، نو نوعيت او وجه به ورته په ګوته كوي او اجازه به اخلي، دويم دا چې مجسټريټ به له د ځان سره هم بوځي او د دروازي ټكولو په ځای کې به هغه هم ولاړ وي،او دريم دا چې د هغې علاقې مشران چې د هغه ځای پيژندګلو لري هغه به ورسره هم ولاړ وي، نو دلته خو هره ورځ چاپې او عمليات وي او دوی دا قانوني طريقه نه اختياروي، نو په دې وجه دا غير قانوني ده))

د يادوني وړ ده چې د تيرۍ اونۍ د ګل په ورځ د خيبر سپر مارکېټ خوا کې د خيبر ايجنسۍ د پوليټيكل ايجنټ په دفتر د ځانمرګي بريدونو وروستو دا د لټون عمليات تر سره شوي دي خو په دې عملياتو کې د كوم يو تره ګر نيولو راپورونه نه دي راغلي-
XS
SM
MD
LG