د لاسرسي ځای

تازه خبر

"پر پاک -ایران ګېس پایپ لاین کار پېلېږي"


ایران. د ایران مذهبي مشر ایت الله خامینايي او د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري د پاک - ایران ګېس نللیکې په باب خبرې کوي. ۲۷ فبروي ۲۰۱۳م کال
ایران. د ایران مذهبي مشر ایت الله خامینايي او د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري د پاک - ایران ګېس نللیکې په باب خبرې کوي. ۲۷ فبروي ۲۰۱۳م کال


چارواکي وايي ـــــ راروانه اونۍ به یو کنسورشیم د ایران او پاکستان ترمینځ د ځنډېدلي ګیس پایپ لاین په منصوبه کار پیل کړي . امریکا ددغه منصوبې مخالفت کړی دی.

یو لوړپوړي پاکستاني چارواکي اې ایف پي خبري اژانس ته ویلي ـــــ د مارچ پر یوولسمه نیټه به د پاکستان له خوا د منصوبې د پیل تیږه کیښودل شي او تمه يي څرګنده کړې چې ددواړو هیوادونو ولسمشران به په دغه موقع موجود وي.

سره له دې چې د ایران اړخ ته د پایپ لاین تر ډیره حده پوره شوې ده خو د مالي پانګو د ستونزو او د امریکا له خوا په ایران د بندیزونو له کبله د پاکستان له خوا پرې لا کار نه دی پیل شوی.

چارواکو د دسمبر په میاشت کې ویلي ول ــــ ایران ژمنه کړې چې پاکستان ته به ۵۰۰ ملینه ډالره قرضه ورکوي ـــــ او د منصوبې پاتې خرچه به پاکستان پخپله پوره کوي . یو چارواکي زیاته کړې ــــــ پاکستان به په دغه اړه د نړیوالو مالي ادارو نه مرسته غواړي.

خبري اژانس لیکي ـــــــ پاکستان د انرجۍ له بحران سره مخ دی خو امریکا ویلي دي له اسلام اباد سره د انرجۍ د متبادلو لارو په پیدا کولو کې مرسته کوي.

د چارشنبې په ورځ د امریکا د بهرنو چارو د وزارت ویاند وویل ــــــ دا د پاکستان په ګټه ده، له داسې کاره ډډه وکړي چې بندیزونه پرې لګیدای شي او امریکا به د پاکستان د انرجۍ د ضروروتونو پوره کولو لپاره د یوې ښې لارې په پیداکولو کې د پاکستان سره مرستې کوي.

خو اسلام اباد ویلي ــــ له ایران سره به د ګیس پایپ لاین منصوبه مخ پر وړاندې بوځي ـــــ او منصوبه بندي کوي چې د بجلۍ شل فیصده ضرورتونه د ایران د ګیس د منصوبې نه پوره کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG