د لاسرسي ځای

تازه خبر

"پاکستان د خبریالانو لپاره خطرناک ځای دی"


په پېښور کې خبریالان د شمالي وزیرستان د خبریال ملک ممتاز د وژنې پر ضد لارین کوي
په پېښور کې خبریالان د شمالي وزیرستان د خبریال ملک ممتاز د وژنې پر ضد لارین کوي
ګل آياز، مشال راډيو

پراګ ــ په قبايلي سيمه شمالی وزيرستان کې د تیر چارشنبي پر ورځ يو بل قبايلي خبريال ملک ممتاز نامالومه وسلوالو وژولو. په قبايلي سيمو کې د وژل شويو خبريالانو شميره ۱۳ ته رسيدلي ده. پاکستان او بيا په ځانګړې توګه قبايلي سیمې د خبريالانو لپاره تر ټولو خطرناک ځای ګرځيدلی دی، په دې وروستيو څو کلونو کې قبايلي خبريالان امير نواب، الله نور وزير، حيات الله، نور حکيم خان، محمد ابراهيم، عظمت علی بنګش، عبدل وهاب، پرويز خان، نصر الله اپريدي، مکرم خان عاطف او ملک ممتاز وژل شوی.

د بېپولې خبريالانو سازمان يو مشر بينجامېن اسماعيل له مشال راډيو سره په خبرو کې وويل چې له پرله پسې دريو کلونو راهيسي په پاکستان کې په خبريالانو خونړي بريدونه شوي او په نړۍ کې د صحافت لپاره تر ټولو خطرناک ځای ګرځول شوی دی. د خبريالانو د وژنو په لړ کې د پلټنو په اړه د پوښتنې په ځواب کې بينجامېن اسماعيل وايي.

((موږ بلکل له پلټنو مطمين نه يوو، په پاکستان کې د شواهيدو د نشتوالي له کبله مجرمان خوشي کيږي. په دې لړ کې مو د ملګرو ملتونو يونيسکو ادارې په مرسته څو کانفرنسونه جوړ کړي وو چې په دې خبره غور وکړو چې ولې په پاکستان کې د خبريالانو د وژنو پلټنې په سم ډول نه کيږي او په دې لړ کې تجويزونه هم ورکړل شوی دي. خو تراوسه پوري د حکومت لخوا د خبريالانو د تحفظ لپاره هيڅ څه نه دي شوي. ))

د بينجامېن اسماعيل په خبره په قبايلي سيمه او بلوچستان کې غير رياستي عناصر هم خبريالان ځوروي.

د پاکستان د بشري حقونو اداري هم دغه خبره کوي چې قبايلي سیمې د خبريالانو او د بشري حقونو ادارو کارکونکو لپاره خطرناک ګرځيدلی دی. د پاکستان د بشري حقونو ادارې مشره ذهره يوسف له مشال راډيو سره په خبرو کې وويل خبريالان له ډيرو ګواښونو سره مخامخ دي.

((دوی ته له دوو خواو ګواښونه ملاويږي. لومړۍ د اورپکو نه او دويم د امنيتي ادارو لخوا نه ورته دړکې ملاويږي. که څه هم امنيتي ادارې خبريالان نه وژني خو پرې فشار ډير زيات راوړي. دا د اندېښنې وړ خبره ده. اوس يوه بله لويه خطره د غير رياستي عناصرو لخوا هم مخې ته راځي. بلخوا د وژنو وروسته جوړ شوی کميشن نه خو په ازادۍ سره کار کوالای شي او نه يې وړانديزونه منل کيږي.))

خو حکومتي چارواکې دغه خبره ردوی چې امنيتي ادارې پر خبريالانو فشار راوړي. په پيښور کې د فاټا سيکرتريټ وياند فضل الله له مشال راډيو سره په خبرو کې وويل د ترهګري لړۍ ټول ځپلي دي.
دي زياتوي ((داسي بلکل نه ده، امنيتي ادارې خپل کار کوي او هغوی پخپله د دې ترهګري ښکار شوي دي، په دې وروستيو کې يو شمير پوځي ځوانان وژل شوی دي، او امينتي سرتيري خپل کوښښونه کوي چې په دغو سيمو کې امنيت پرځای کړي.))

په قبايلي سيمو کې د خراب امنيتي وضعي له کبله تر ۸۰ فيصده پورې خبريالانو له خپلو سيمو کدې کړي خو هلته هم دوی محفوظ نه دي. په پيښور کې د خبريالانو د ټولنې غړی او کارپو عقيل يوسفزی وايي، چې دا د افسوس خبره ده چې د قبايلي خبريالانو تپوس واله څوک نشته. دی زياتوي ((قبايلي سیمې د خبريالانو او سياسي خلکو لپاره مموعنه علاقه ګرځيدلې ده. په دې سيمو کې داسې عناصر دي چې نه غواړي سياسي هلې ځلې وشي او په دې سيمو کې چې څه کيږي ، له هغې نړۍ خبره شي.))

د خبريالانو نړيوالو سازمانونو او د بشري حقونو ادارو په پاکستان حکومت زور راوړي چې د صحافيانو تحفظ لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي بلخوا کارپوهان دا تجويز کوي چې رسنۍ هم خپلو کارکونکو ته په سم ډول روزنه او تحفظ ورکړي چې د داسۍ قسمه پيښو مخنيوی وشي.
XS
SM
MD
LG