ټول ګوندیز کانفرنس یو ښه ګام دی. شېرپاو
په اسلام اباد کې د مولانا فضل الرحمان په مشرۍ کې د جمیعت علما اسلام تر سیوري لاندې په قبایلي سیمو کې د امن پر ځای کولو لپاره د پاکستان د ټولو سیاسي او مذهبي ګوندونو او د فاټا لویې جرګې د مشرانو تر منځ ټول ګوندیز کانفرانس رابلل شوی دی. د قامي وطن ګوند مشر آفتاب احمد شېرپاو له مشال راډیو سره په خبرو کې هېبه وښودله چې دا غونډه به د امن راوستو کې ګټوره ثابته شي