د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاک ایران ګېس نل لیکه، ګټه که تاوان


ایران: د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري، د ایران مذهبي مشر آیت الله علي خامینايي او ولسمشر احمدي نژاد د لیدو پر مهال
ایران: د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري، د ایران مذهبي مشر آیت الله علي خامینايي او ولسمشر احمدي نژاد د لیدو پر مهال

بشير ګواښ مشال راډيو

پراګ:- د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري په ايران کې د دواړو ملکونو ترمنځ د ګيس نل لیکه یا پایپ لاین د منصوبې او نورو اقتصادي مسلو خبرې کوي. دا په داسې حال کې ده چې امريکا پر ايران د ايټمي پروګرام له وجې اقتصادي بنديزونه لګولي او هره کمپني چې د ايرانيانو سره کاروبار کوي، هم تر بنديزونو لاندې راتلی شي. رسنيو د امريکايي چارواکو له خولې ليکلي که پاکستان د ايران سره د ګيس نل لیکه منصوبه لاسليک کړي نو کې کيدای شي امريکا پرې پابنديانې ولګوي خو د سياسي او نړيوالو چارو څيړونکی پروفيسر حسن عسکري وايي امريکا دا مهال پر پاکستان بنديزونه نه شي لګولی. د نوموړي سره په دې اړه د مشال ريډيو همکار، بشير ګواښ مرکه کړي.
------
بشير ګواښ: پاکستان ته ولې دا پروژه اهميت لري؟

حسن عسکری: پاکستان د انرژۍ د سخت بحران سره مخ دی. که دا نل لیکه وغځول شي نو پاکستان به په راتلونکو دوو کلونو کې له ايرانه ګيس تر لاسه کوي. دا يوازينۍ لار ده چې پاکستان خپل ګيس زياتولی شي. بله لار نشته. دوهمه خبره دا ده چې له دې سره به د ايران او پاکستان ترمنځ اړيکې هم پراخې شي ځکه چې اقتصادي اړيکې سياسي اړيکې هم پراخوي.

بشير ګواښ: حسن عسکري صيب، تاسي ته معلومه ده چې ايران دا وخت د امريکا تر اقتصادي بنديزونو لاندې دی چې له وجې يې په پاکستان هم پابنديانې لګول کيدای شي. دا هم تاسي ته معلومه ده چې امريکا هر کال پاکستان ته پوځي او ملکي مرستو لړ کې ميليونونه ډالر ورکوي؟

حسن عسکري: زما په خيال دا وخت امريکا پر پاکستان کوم بنديز نه شي لګولی ځکه چې امريکا يوازې پر هغه کمپنيانو پابنديانې لګولي چې ايران سره کاروبار کوي او امريکا کې دي. که کمپنيانې ايران کې وي نو هغوی پرې پابنديانې نه شي لګولی. بله خبره دا ده چې راتلونکو دوو کلونو کې امريکا د پاکستان خلاف داسې کوم قسم ګام ځکه نه شي پورته کولی چې امريکا له افغانستان څخه د خپلو پوځي سامانونو ويستلو لپاره د پاکستان لارې ته ضرورت لري. که امريکا پرې بنديزونه ولګوي نو پاکستان د خپلې لارې له ورکولو انکار کولی شي خو تر ۲۰۱۴ کال وروسته امريکا بيا پر پاکستان داقتصادي بنديزونو له لارې سخت فشار اچولی شي.

بشير ګواښ: حسن عسکري صيب، نو چې دا دومره جنجالي منصوبه ده. امريکا خو پاکستان ته نورې ورته لارې هم ښودلي. پاکستان ولې د ايران سره د ګيس نل لیکه منصوبې ته ترجيح ورکوي؟

حسن عسکري: امريکا د ترکمنستان د ګيس نل لیکه خبره کوي. د ترکمنستان ګيس نل لیکه به د افغانستان له لارې تيريږي او دا لا دکاغذونو پرمخ هم نه ده پوره شوي. ترڅو چې افغانستان کې بې ثباتي وي او طالبان په کې قوي وي نو دا ګيس نل لیکه به تېره نه شي. موږ له پنځوو څخه تر اوو کلونو پورې هم د ترکمنستان د نل لیکې منصوبې عملي کېدل نه وينو خو که د ايران د ګيس پایپ لیکه پر منصوبه په راتلونکو دريوو مياشتو کې کار شروع شي، په ۲۰۱۴ کال کې به پوره شي.

بشير ګواښ: حسن عسکري صيب، ځينې خلک وايي د پاکستاني صدر کيدای شي د دې دورې پر مهال د پاکستان او ايران ترمنځ دا ګيس نل لیکه منصوبه شروع کولو باندې دستخط ونه شي او صدر زرداري دا دوره راتلونکو انتخاباتو کې د خپل ګوند په ګټه وکاروي. دا هم ويل کيږي چې ايران او پاکستان دواړه د دې منصوبې له لارې پر امريکا فشار اچوي او په اصطلاح بليک ميل کوي يې؟

حسن عسکري: د صدر آصف علي زرداري ګوند پيپلز پارټي به بيلکل له دې سياسي فايده واخلي. دوی به خلکو ته وايي چې موږ د انرژۍ د بحران ختمولو لپاره ايران سره دا تړون کوو او بل به د چين سره د ګوادر منصوبه هم يادوي. خو ايران سره د ګيس پایپ لیکه د منصوبې خبره له ۱۹۹۵ کال څخه روانه ده نو دا شکونه شته چې د دې پروژې د زر عملي کېدو لړ کې به زر کومه خبره مخې ته رانه شي.
XS
SM
MD
LG