د لاسرسي ځای

تازه خبر

یو ایس اېډ ډي په پښتونخوا او قبایلو کې پروژې عملي کوي


تر دې مخکې هم یو ایس اې آي ډي د بیا رغاونې ډېرې پروژې پوره کړې دي، لکه د ټانک او وزیرستان مکین تر منځ دا سړک
تر دې مخکې هم یو ایس اې آي ډي د بیا رغاونې ډېرې پروژې پوره کړې دي، لکه د ټانک او وزیرستان مکین تر منځ دا سړک

غلام غوث

پېښور - د خیبر پښتونخوا د ناورینونو نظم ادارې پي ډي ایم اې او د بیا ودانۍ پروګرام پارسا چارواکي وايي، د ترهګرۍ تر پېښو او سېلاوونو وروسته د نړیوالو مرستندویه ادارو په ملاتړ به د بیا رغاونې یو شمېر پروژې او کارونه تر ۲۰۱۴ز کاله تر سره شي.


د دوی په خبره، د اباد کارۍ د دې کارونو له پاره تر ټولو زیاتې مرستې امریکايي مرستندویه ادارې یو اېس اې آی ډي کړې دي.

د ناورینونو نظم ادارې یوه مشر سید ظهیر الاسلام تر یوې خبري غونډې وروسته مشال راډیو ته وویل:

((تر دې دمه له موږ سره تر ټولو زیاتې مرستې امریکايي ادارې یو ایس اې آی ډي کړې دي. تر ټولو زیات کارونه یو ایس اې آی ډي کوي. له دې علاوه، سعودي عرب، متحده عرب امارات، جرمني، اروپايي ټولنې، ډي ایف آی ډي، جاپان او چین هم له موږ سره مرستې کړې دي. له موږ سره ټولو مرستندویه ادارو او نړیوالې کومک کړی او په ملاکنډ ډیويژن کې د بیا ودانۍ کار به په ۲۰۱۴ز کال سل په سله سر ته ورسي.))

له موږ سره تر ټولو زیاتې مرستې امریکايي ادارې یو ایس اې آی ډي کړې دي. تر ټولو زیات کارونه یو ایس اې آی ډي کوي.
ظهیر الاسلام

په خبري غونډه کې وویل شول چې یو اېس اې آی ډي به د ۸۵ میلیونه امریکايي ډالرو په مرسته د ترهګرۍ په پېښو کې وران شوي ۱۲۲ ښوونځي او ۱۸ د بنیادي روغتیا مراکز جوړوي.

هم په دې پیسو د سوات له کانجو تر مدینه سړک، د خوازه خېلې پل، په کبل کې د تحصیل کملېکس وداني او د منډا او اماندرې بندونه رغول روان دي.

د مالوماتو تر مخې، یو ایس اې آی ډي په باجوړ، مومندو او ملا کنډ کې د ۱۶۰۰۰ هغو کورونو ودانۍ له پاره پیسې ورکړې دي چې په پوځي عملیاتو کې ړنګ شوي ول.
XS
SM
MD
LG