د لاسرسي ځای

تازه خبر

"پښتونخوا وطن له ونو بوټو ډکوو "




غلام غوث مشال ريډيو

پيښور:د پښتونخوا وزير اعلا امير حيدر خان هوتي په صوبه کې د ونو بوټو نیالګي لګولو کمپین پرانستلی.

چارواکې وايي سږ کال به ۱۲ میليونه ونې بوټي لګوي. دوی زیاتوي، په سوات کې چې د وسله والو طالبانو له لوري ځنګلونه پرې شوي وو نو هلته به اوس نورې ونې بوټي لګوي.

د پښتونخوا وزير اعلا امير حيدر خان هوتي په صوبه کې د ونو بوټو لګولو د کمپین پېلولو پر مهال وویل:

(( حکومت یې په تېرو پینځو کالونو کې شپږ کروړه بوټي نهال کړي دي. او سږ کال به هم شاوخوا ۱۲ میلونه ونې بوټي په دواړو موسمونو کې نهالوي، امنيتي ځواکونو لکه پوځ، ايف سي او پوليس ته موږ بوټي د نهالولو لپاره ورکوو، په کلو کې د کرکروندې کميټو ته په ټیټه بییه بوټي او ويړيا بوټي ورکوو))

له مشال ريډيو سره په خبرو کې واجد علي خان زياته کړه د سوات مالم جبه او د مټي په سخره سيمه کې د وسلوالو طالبانو په موده کې ځنګلونه ډير په تيزئ سره پرې شوې ول او اوس به هلته نور ونې بوټي لګول کېږي:((تر څو چي د وسله والو خبره ده نو په هغه کې دوه ځايونو ته ډير زيان اړول شوي وو، يو مالم جبه کې يې ډير نقصان کړی وو او بل سخره[مټه]کې يې ډير زيان اړولی وو، او نور ځايونو کې يې هم لږ لږ نقصان کړي وو خو په هغو ټولو ځايونو کې موږ نور بوټي نهال کړي دي او دغه ځايونه مو تير کال بيرته له بوټو ډک کړي دي))

د پښتونخوا په زمکه د ونو بوټو د اهميت په لړ کې د ځنګلاتو صوبائي وزير واجد علي خان مشال ريډيو ته وويل(( چي زموږ ځنګل نه وي بيا به زموږ د واورو کنګل او يخبن ګټان پاته نه شي او چي کنګلونه (ګليشيئرز) نه وي. نو بيا به زموږ دا سيندونه نه وي او بيا به د پنجاب او سند د کر کروندو په زمکو اوبه خور ممکن نه وي نو ځکه زموږ ځنګلات د ټول پاکستان لپاره ډير د اهميت وړ دي او د پښتنو په خاوره ترټولو زيات ځنګلات دې چي په پښتونخوا صوبه يا قبایيلي سيمه کې دي او په دوهم نمبر په کشمير کې دي))

د واجد علي خان په وينا په پښتونخوا کې د وخت تېرېدو سره د ځنګلونو په رقبه کې زياتوالی راغلی دی:(( د پاکستان د جوړيدو په وخت دلته په ځنګلونو ډکه رقبه ۱۲ فيصده وه. او د ١٩٨٢ پورې دا ۱۷ فيصده ته ورسيده او بيا له هغې روستو پکې ٣ فيصده نور زياتوالی راغلی دی او د پښتونخوا د ځنګلاتو د زمکې رقبه تر شل فيصده هم اوښتې ده))

د پښتونخوا د ځنګلونو وزیر واجد علي خان ویل چې خلکو ته په ګڼشمېر کې بوټي ورکوي چې په ځنګلونو ډکه سیمه ډېره کړي.
XS
SM
MD
LG