د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتو د پښتنونخوا سرکاري ژبه شي. پي اېس او




مشال راډيو

په خيبر پښتونخوا کې د پېښور پوهنتون په سلګونه زدکونکو نن د زیارت ورځ په یوه لاریون کې غوښتنه وکړه چې پښتنو دې په خپله مورنۍ ژبه کې زده کړې ورکړل شي او پښتو دې د پښتونخوا رسمي سرکاري ژبه وګرځول شي.

دا لاریون د پښتونخوا سټوډنټس اورګنایزیشن لخوا د مورنیو ژبو د نړېوالې ورځې(۲۱فروري) په مناسبت تر سره شوو.

لاريون کونکو له حکومته وغوښتل چې په ټوله پښتونخوا کې دې د پښتنو لپاره لومړۍ او لوړې زده کړې په مورنۍ ژبه کړي او پښتو ژبه دې تدريسي، عدالتي او سرکاري رسمي ژبه شي.
د پښتونخوا سټوډنټس اورګنایزیشن یو مشر احمد شاه یوسفزی وايي چې په مورنۍ ژبه زده کړې کول د هر انسان لومړنۍ حق دی او بايد چې پښتانه د خپل حق غوښتونکي شي.
یوسفزي وويل چې په پښتونخوا کې ۵۰ ميليونه پښتانه اوسي خو دوی په خپله مورنۍ ژبه د زده کړې حق نه لري.

د هغه په وينا په پيښور پوهنتون کې په پښتو ژبه کې د پي ايچ ډي ۱۰ سيټونه دي او دوی په لاريون کې دا غوښتنه کړې چې دا سيټونه دې هم زيات کړای شي.

یوسفزي د پښتونخوا پر حکومت او افغان حکومت غږ وکړ چې د پښتو ژبې د معياري کولو لپاره دې ګډې هڅې وکړي.

د لاريون یو بل ګډونوال محبوب خان وايي چۍ په پښتونخوا کې پښتانه په پښتو ليک او لوست نه شي کولای او ځينې خو یې لا په پښتو خپل نوم نه شي ليکلای چې دا له پښتو او پښتنو سره ستر خيانت دی.

په پښتونخوا کې د ملت پاله پښتونخوا ملي عوامي ګوند د خيبر پښتونخوا ایالت مشر مختيار خان یوسفزی وايي چې په مورنۍ ژبه زده کړه د انسانانو لومړنۍ بشري حق دی او پښتانه بايد خپل دا حق په زغرده وغواړي.

د هغه په وينا پښتو هم په پښتونخوا کې د پښتنو په څيرقصدا محکومه پاتې شوې او په پښتونخوا کې ميشت په ميليونونو پښتانه د یو پلان له مخې په منظمه توګه په خپله ژبه له زده کړو بې برخې شوې دي.
XS
SM
MD
LG