د لاسرسي ځای

تازه خبر

فرقه ایزه شخړې کورنۍ که بهرنۍ ستونزه



مجید بابر مشال راډيو

پراګ:- په پاکستان کې د تيرو څو کلونو راهيسې په فرقه ايزه توګه د خلکو وژنه روانه ده ، او هم په دې لړ کې د روان کال په لومړۍ يوه نيمه مياشت کې په کوټه او د بلوچستان په نورو سیمو کې څه له پاسه دوه سوه شیعه هزارګان وژل شوي دي، له دې علاوه د پاکستان په نورو ښارونو کې هم پر شیعه ګانو د بريدونو لړۍ دوام لري، په لاهور کې د سیاسي چارو کارپوه پروفيسر حسن عسکري د مشال راډيو د دې پوښتنې په ځواب کې چې په پاکستان کی د فرقه ايزه شخړو تر شا يوازي په هيواد دننه وسله والې ډلې لاس لري که بهرني قوتونه هم په يو نه بله بڼه دغو فرقه ايزه شخړو کی ککړ دي، وویل:

په تيرو وختونو کې بهرنيو هيوادونو د ځينو مذهبي ډلو سره مالي مرستې کړې دي. په هغه کې د سعودی عربستان او ايران نومونه هم خلک اخلي، له دې علاوه د صدام حسین په دوره کې عراق او ليبیا هم په پاکستان کې له مذهبی ډلو سره مالی مرستې کړې دي
حسن عسکري

((ګوره په دې کې د دغو دواړو عناصر و خبرې کیږې، خو په بنيادي توګه دا چې کوم خلک حملې کوي يا خلک وژني، دا پاکستانیان دي، د دوی دلته تنظیمونه موجود دي، د دغو تنظيمونو د مشرانو بيانونه موجود دي، مخکې خو به له فرقه ايزه کرکو ډک کیسټونه او سي ډې ګان د سړکونو په غاړو په شل او پینځویشت روپۍ په ښکاره خرڅېدل، له دې علاوه د دې شخړې په تاریخې توګه فکري مرکزونه هم شتون لري. کتابونه شته، او د تاریخ په کتابونو کی هم د فرقه ايزه شخړو ذکر شته، بيا د بهرنیو قوتونو يا هيوادونو خبره هم شته. او په تيرو وختونو کې بهرنيو هيوادونو د ځينو مذهبي ډلو سره مالي مرستې کړې دي. په هغه کې د سعودی عربستان او ايران نومونه هم خلک اخلي، له دې علاوه د صدام حسین په دوره کې عراق او ليبیا هم په پاکستان کې له مذهبی ډلو سره مالی مرستې کړې دي.))

چې کله هم په پاکستان کې کومې لویې فرقه ایزه پېښې وشي نو د دغه هیواد حکومتي او امنیتي چارواکي یې تور پر بهرنیو هیوادونو پورې کړی، خو پوښتنه دا ده چې که په دغو شخړو کې کورني او یا بهرني قوتونه ککړ دي نو آيا مخنيوی یې د پاکستان د امنیتي او استخباراتي ادارو ذمه واري نه ده، د دې پوښتنې په ځواب کې د پاکستان د پوځي استخباراتي ادارې ای ایس ای پخوانی مشر جنرل ريټایرډ اسد دراني وايي.

((استخباراتي ادارې سل فیصده مالومات نه شي تر لاسه کولی او بله دا چې کومه لوبه وي دا د ور ځو ، هفتو او یا د کلونو خبره نه وي، دا لوبه په لسګونه کلونه وخت اخلي، زما د دې خبرې مطلب دا نه دی چې ګوندې دا د استخباراتي ادارو ناکامي او یا غفلت نه دی، خو دا تمه ساتل چې ګوندې استخباراتي ادارې بلکل مکمل مالومات تر لاسه کولی شې، دا صحيح خبره نه ده، او په ملک دننه د دا ډول استخباراتو راغونډولو لپاره تر ټولو کارامده استخباراتي ادارې پوځي نه بلکې سول ادارې کیدای شي. لکه د بيلګې په توګه آی بي شوه یا سپیشل برانچ شو ، ځکه چې د دوی جال په ټولنه کې هر ځای موجود وي، خو له بده مرغه دغه ادارې سیاسي حکومتونه د خپلو ګټو لپاره زیاته کاروې، او چې پوځي حکومتونه راشي هغوی ورته توجو نه ورکوي، او شاته ېې کړي، نو زما په خیال ددغو ادارو کمزوري د استخبارتو راغونډولو په مخکې لوی خنډ دی))

پروفېسر حسن عسکري وايي، چې د دا ډول فرقه ايزو ډلو تر شا بهرني او يا کورني قوتونه چې کومې مالي مرستې کوي ، نو هغوی دغه مالي مرستې د تشد له ایجنډې سره نه تړي، بلکې هغوی د هغه رجحان مرسته کوي چې په ټولنه کې پرمختګ کو لی شې. او چونکې په پاکستان کې له تشدده ډک رجحان موجود دی نو ځکه دې ته وده ورکول اسانه ده.
XS
SM
MD
LG