د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان : تېر کال ولسي مرګژوبله ۱۲ سلنه تیټه شوې


افغانستان کې د ناټو هوايي بریدونو ضد غزني کې ولسي لاریون. ۸ اګست ۲۰۱۱م کال
افغانستان کې د ناټو هوايي بریدونو ضد غزني کې ولسي لاریون. ۸ اګست ۲۰۱۱م کال


ملګرو ملتونو د سه شنبې په ورځ يو راپور خپور کړ چې په کې راغلي، په افغانستان کې د امريکا په مشرۍ د ايتلافي ځواکونو په هوايي بمباريو کې تېر کال ۱۲۶ ولسي وګړي ووژل شول، چې دغه شمېر د وړم کال د هغې په پرتله پنځوس سلنه کم دی.

دا راپور يوه ورځ وروسته له هغه مخې ته راغلو چې افغان ولسمشر حامد کرزي افغان ځواکونه د خلکو د استوګنې په ځايونو کې د عملياتو پر مهال له بهرنيو ځواکونو څخه د هوايي ملاتړ له غوښتلو منع کړل.

ايسوشي ايټيډ پريس خبري اژانس ليکي، د ملګرو ملتونو دغه راپور په داسې حال کې خپور شوی چې د افغانستان په شمال ختيځ کونړ ولايت شوي د تېرې اونۍ هوايي بريد افغانان په غوسه کړي دي. په دغه بريد کې د پينځو ماشومانو او څلورو ښځو پشمول څلور تنه حکومت مخالفه وسله وال ووژل شول.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندويه ماموريت يا يوناما په عين حال کې په دغه هېواد کې د وسله والو ډلو لخوا د هدفي وژنو او بشري حقونو د سرغړاونې د پېښو په زياتوالي اندېښنه ښکاره کړې ده.

ملګري ملتونه وايي، افغان طالبانو او نورو ياغي ډلو په ټول هېواد کې په زياتېدونکي ډول د عامو خلکو په نښه کولو ته مخه کړې ده او د تېر يو کال په موده کې د ۸۱ في صده ولسي وژنو پړه يې هم پر دغه ډلو اچولې ده.

د دې برعکس، ملګرونو ملتونو ويلي، په ياده موده کې د امريکايي او نورو بهرنيو ځواکونو په عملياتو کې د ولسي تلفاتو شمېر ۴۶ سلنه راکم شوی دی.

ايسوشي ايټيډ پريس اژانس د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د استازي جان کوبېز خبره راخيستې چې د ولسي وګړو په وژنه کې د کمي خبره يې ستايلې خو زياته کړې يې ده چې د افغان جګړې بشري تاوان لا هم د منلو وړ نه دی.

يوناما په خپل راپور کې ويلي، په افغانستان کې په ځان مرګيو بريدونو او د پوځي عملياتو پر مهال په هوايي حملو کې کمی او د افغان حکومت او آيساف ځواکونو لخوا اخيستل شوي ځينې اقدامات د دې لامل شوي چې عامو افغانانو ته لږه مرګ ژوبله واوړي.

ايسوشي ايټيډ پريس اژانس ليکي، افغان ځواکونه دا مهال په ګرد افغانستان کې له کېدونکيو پوځي عملياتو څخه د زياتره هغو مشري کوي او په راتلونکي پسرلي کې به د هېواد د امنيت بشپړ زمه واري پر خپله غاړه واخلي. د اژانس په ليکنه، دا هغه څه دي چې د ۲۰۱۴ م کال تر پايه له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو د وتلو د پلان مهمه برخه جوړوي.

اژانس په افغانستان کې د ګډو ځواکونو د امريکايي قومندان جوزيف ډينفورډ هغه وينا راخيستې چې ويلي يې دي، که د افغان ځواکونو لخوا له بهرنيو ځواکونو د هوايي مرستې نه غوښتلو پرېکړه عملي هم شي، د امريکا په مشرۍ ناټو ځواکونه به وکولای شي په دغه هېواد کې خپل فعاليتونه په اغېزناکه توګه پر مخ يوسي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG