د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ماشومانو سرونه پلاسټکي کڅوړو کې!!!



خدای نور ناصر کوټه

له کومه وخته چې مې د کوټې د علي اباد سیمې تر چاودنې وروسته د بولان ميډيکل روغتون او بیا د هزاره ټاون د يوې امام باړې حالات لیدلی، او اوس چې د دې څو کرښو لیکو ته ناست یم. نه پوهېږم زما د سترګو لیدلي حالاتو او زما د زړه درد ته ټکي له کومه راوړم او څه وکاروم. په دې هم نه پوهېږم چې د کومې مور ژړا او فریاد ولیکم. د روغتون د هغو مړيو په اړه ولیکم، چې په مځکه يې کوړه کړي وو او که د هغو ميرمنو او ماشومانو د سوځل شویو مړيو په هکله، چې پېژندګلوي يې لاهم شوې نه ده.

کله چې چاودنه شوې، له هغه راهیسي تر اوسه پورې مې يوه نه دوه نه بلکې ډېری داسې پېښې وليدې، چې هر څو به مي زړه ورته ټینګ کړ، هیڅ نه کېده. او اخر به مې کار په منځ پرېښود، او بهر به ترې ووتم. يوه دردناکه پېښه مې د هزاره ټاون په يوې امام باړې کې وليده، چې له روغتونه يې د ماشومانو ټکړې تکړې په پلاسټکي کڅوړو (خلتو) کې راخیستي وو.

د هزاره و مېرمنې به دې کڅوړو ته راغلې، خلته به يې پورته کړه، د ماشوم سر او څېره به يې وکته، بیرته به يې کښېښوده. ځکه چې هغه به ددې زوي یا لمسی نه وو، د کوم بل چا به وو. لږ تر لږه اته میرمني مې داسې وليدې، خو په دې وخت کې مې هم د يوې په سترګو کې اوښکي ونه ليدې. البته رنګونه يې الوتي وو. داسې ښکارېدې، لکه چې د نورې يې په سترګو کې اوښکې ختمې شوې وې. او ولې به لا نه ختمېدې؟؟؟

تردې چاودنې وړاندې مې هم د ډېری چاودنو رپوټنګ کړی. دوه خبریالان ملګري مي په چاودنو کې ټکړې ټکړې لیدلي. انسانان مې لیدلي، چې اوور پرې بل وي، او الېیل شوي وي. خو دلته چې مې څومره درد محسوسه کړ، کله مې هم محسوسه کړی نه دی.

دا يوې خوا ته چې نه يواځې مې د ماشومانو ټکړې ټکړې جسدونه ولیدل، بلکې ښځې او نارينه هم له پيژندګلوۍ وتلي وو. خو په یوه خبره کې مې ډېر سوچ بند دی، او هغه دا چې ابوبکر صدیق د هغې وسله والې ډلې ویاند دی، چې د دې چاودنې مسوولیت يې رسنیو ته منلی. ابوبکر صدیق ادعا کوي، اهل تشیع کافران دي، او وژل يې دده خبره په ثواب دی. ابوبکر ادعا کوي، شیعه ګان د صحابه کرام رضی الله تعالی عنه په شان کې ګستاخي کوي... آیا دا ګستاخي نه ده، چې د ابوبکر صدیق نوم د دغسې چاودنو د مسوولیت اخیستلو په وخت کارول کېږي؟؟؟

اهل تشیع چې کله د جنورۍ له لسمې بیا تر څوارلسمې پورې احتجاج کاوو، او لويه غوښتنه يې دا وه، چې په صوبه کې دې ګورنر راج ولګول شي.

ګورنر راج څه مانا؟ زما په فکر هغه څوک چې د دې پېښو تر شا يې لاس دی، چې ټوله نړۍ يې ښه پېژني. کله چې اهل تشیع د جنورۍ په میاشت کې د ګورنر راج د لګېدو غوښتنه کول، نو ماته به هغه متل بیا بیا مخې ته درېده، چې وايي؛ بابا راته ویل؛ له ده يې ګوره...
XS
SM
MD
LG