د لاسرسي ځای

تازه خبر

له کوټې ۲۰ زره هزارګان کډه شوي





نیویارک ټایمز ورځپاڼه ليکي د پاکستان په کوټه ښار کې په سلګونو شعیاګانو د اتوار په ماښام له هغې وروسته احتجاج شورو کړ چې تر دې یوه ورځ وړاندی خوا او شا څلور اتیا کسان په یوه چاؤدنه کې ووژل شول . دوی له حکومته د برید کونکو د ګرفتارولو غوښتنه کوله .

ورځپاڼه لیکي حکومتي چارواکو ویلي د لوړ پوړو پولیس چارواکو یوه ډله د پيښې تحقیق کوي. او زیاتوي د اتوار پر ورځ د ملک په نورو ښارونو کې مظاهرې وشوې او شییعه مشرانو د وژنو په ودرولو کې د حکومت د نا اهلي غندنه وکړه.

ورځپاڼه ليکي په داسې حال کې چې په ښار کې تشدد سېوا شوی او لشکر جهنګوي وسله واله ډله په صوبه کې شییعه ګان په نښه کوي، په کوټه کې پولیس او ایف سي ځواکونه تر سخت تنقید لاندې راغلي دي.

ورځپاڼه په کوټه کې د پاکستان د بشري حقونو د کمیشن یو چارواکي طاهر حسین له خولې ليکي، وسله وال هزاره ګان نا پاک بولي او غواړي چې کوټه له دوی نه پاکه کړي.

نیویارک ټایمز د طاهر حسین له خولې زیاتوي تر دې وژنو وروسته تقریبا شل زره هزاره ګان له یاد ښاره په وتلو مجبوره شوي دي.

د هغه په خبره په مستونګ سیمه کې وسله وال پیاوړي دي. د د بشري حقونو څارډله (هیومن رایټس واچ) په خبره د 2008م راهیسې په بلوچستان کې ۳۰۰ شییعه ګان وژل شوي دي چې زیاتره پکې هزاره ګان دي.

بلخوا لاس اینجلیس ټایمز ورځپاڼه ليکي په افغانستان کې د امریکا تر مشري لاندې د اېتلافي ځواکونو مشر جنرل جوزف ډنفورډ د اتوار په ورځ ویلي، چې د هغه ځواکونه د ولسمشر حامد کرزي هغه غوښتنه منلو ته تیار دي چې افغان پوځ دې د هستوګنو سیمو کې د نړیوالو هوایي بریدونو غوښتنه بنده کړې.

ورځپاڼه لیکي د افغان ملي پوځ په اکیډمي کې حامد کرزي د افغان او نیټو ځواکونو لخوا په کونړ ولایت کې د تېرې هفتې د برید په مخالفت کې وویل چې داسې یو صدارتي فرمان به جاري کوي چې افغان پوځ یا امنیتي ځواکونه به په هیڅ صورت کې په افغان هستوګنو رهایشي سیمو کې د بهرنیو ځواکونو د هوایی برید د ملاتړ غوښتنه نه شي کولې. په یاد برید کې لس ولسي وګړي وژل شوي ول.

ورځپاڼه ليکي د حامد کرزي له خوا دغه څرګندونې د هغه اېتلاف په وړاندې نوی مخالفت ښکاره کوي چې د امنیتي سرتېرو او پولیسو تربیت یې کړی او مالي مرسته یی ورسره کړې ده.

ورځپاڼه د پوځي کارپوهانو له خولې ليکي چې که چیری د کرزي فرمان جاري شي، نو کیدای شي افغان امنیتي سرتېري کمزروی کړي چې ډېر کم یی د اېتلاف د مرستې بغیر د کار کولو جوګه دي.

امریکایي چارواکي وايي، په روان پسرلي کې به افغان امنیتي ځواکونه په ټول هیواد کې امنیتي چارې په لاس واخلي، چې دا به د دوی لپاره یو ډېر مهم ازمیښت وي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG