د لاسرسي ځای

تازه خبر

له افغانستانه د ناټو کانټینرې کراچۍ ته ورسېدې


د جمعې پر ورځ د بلوچستان له لارې له افغانستانه هلته د مېشتو ناټو ځواکونو د سامانونو د ایستلو لومړۍ قافله کراچۍ ته ورسېده.

د جمعې پر ورځ په کوټه کې د دې سامان وړلو په کاروان کې شامل يوه ډرېور مشال راډيو ته وويل چې قافله پر ۱۳ کانټينرونو مشتمله وه او د حفاظت له پاره ورسره د پاکستان ملېشه امنيتي ځواکونو ملګري ول.

په افغانستان کې میشت ناټو ځواکونو تر هغه وروسته له دې هيواده د پاکستان له لارې خپل پوځي او نورو سامانانونو ايستل پيل کړل چې افغان امنیتي ادارو ته د امنیتي ذمه واریو (مسوولیتونو) سپارلو بهیر پیل شوی دی.

د امريکا په مشرۍ ناټو ځواکونه په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو د حکومت د پرځولو او بيا وروسته هلته د القاعده او نورو ترهګرو ډلو سره د جګړې له پاره ورغلي ول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG