د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستانۍ ملا د کابل علماء کانفرنس ګډوډول غواړي




تیره ورځ د پاکستان ملایانو په افغانستان کې کیدونکې امن کانفرنس کې هغه وخت د ګډون نه کولو دړکه ورکړه کله چې کانفرنس ته د طالبانو د راغوښتلو په معامله اختلاف رامینځ ته شو.

اې ایف پي لیکي ـــــــ دا د دې خبرې علامت دی چې په دواړو هیوادونو کې د یوولس کالنې جګړې د ختمولو لپاره د مرستو پیاوړې کولو کار اسان نه دی.

د ګل په ورځ د پاکستان او افغانستان ملایانو په اسلام اباد کې سره وکتل چې ورپسې سمدستي په کابل کې کیدونکې کانفرنس ته د طالبانو په راغوښتلو اختلاف رامینځ ته شو.

د پاکستان د دیني عالمانو د کونسل مشر طاهر اشرفي پاکستان ته راغلي افغان دیني عالمانو په پلاوي تور ولګولو چې په دوی د کیدونکي کانفرنس په وسیله طالبان بدنامول او د افغان حکومت لپاره مرستې پیدا کول غواړي. طاهر اشرفي په دې خبره زور ورکاوه چې د امن د پروسې د وړاندې بوتللو لپاره دې طالبان کانفرنس ته راوبلل شي.

نوموړي دړکه ورکړه چې د اختلاف له کبله به هغوی په کانفرنس کې برخه نه اخلي ـ د مولانا طاهر اشرفي په اړه ویل کیږي چې د پاکستان پوځي اسټیبلیشمنټ سره نیزدې اړیکې لري.

د افغان پلاوي یو غړي امین الله مظفري د غونډې تصویر ډیر مثبت وړاندې کړو او غوښتنه يې وکړه چې د طاهر اشرفي خبرو ته باید ډیر پام ونه شي. نوموړي د طاهر اشرفي نوم وانه خیستو خو زیاته يې کړه هلته یو سړې وو، چا چې غوښتل چې دا امن عمل ګډوډ کړي. هغه زیاته کړه چې افغانان طالبان غونډې ته نه شي رابللې او د پاکستان نه يې پوښتنه وکړه چې که چرې دا کانفرنس په اسلام اباد کې کیدلای نو آیا دوی به ورته ملا عمر رابللی وای؟

د افغانستان له خوا په خپره شوې یو خبرپاڼه کې ویل شوي ــــــ دواړه خوا په دې راضي شوې چې کانفرنس به په کابل کې د مارچ په میاشت کې کیږي چې په کې به د پاکستان نه ۲۵۰، د افغانستان نه ۲۵۰ او د نورو اسلامي هیوادونو نه ۵۰۰ دیني عالمان برخه اخلي . کانفرنس کې به په پاکستان، افغانستان او نورو اسلامي هیوادونو کې د امنیت په موضوعاتو بحثونه کیږي.
XS
SM
MD
LG