د لاسرسي ځای

تازه خبر

امنیتي ادارو انصاف خپل لاس کې اخیستی




ايکونومسټ مجلې په پاکستان کې د امنيتي ځواکونو لخوا د خلکو د تښتولو او د عدالتي کاروايي پرته له دوی سره د چلن کولو په اړه مقاله خپره کړې ده. مجله ليکي، په سپريم کورټ کې د يوې اورېدني پر مهال امنيتي چارواکو منلې چې ۷۰۰ مشکوک وسله وال د عدالتي کاروايي پرته د دوی په ولکه کې دي.

ايکونومسټ مجله ليکي، د پوليس او استخباراتي ادارو کارکونکو د ۲۰۰۷م کال په نومبر مياشت کې يوه شپه ناوخته مظهر الحق د اسلام آباد په اطرافو کې له خپل کور څخه وتښتوی. د خپرندويه ادارې دغه ۳۶ کلن مالک تر اوسه د دوی په ولکه کې دی. که څه هم نوموړی د ترهګرۍ په تور نيول شوی خو تر اوسه مقدمه نه ده پر چلول شوې او نه هم جرم پر ثابت شوی دی. د ۲۰۱۰م کال د ميي په مياشت کې يو عدالت د راولپنډۍ له اډياله جېل څخه د نوموړي او ۱۰ نورو نيول شوو کسانو د خوشي کولو حکم ورکړی چې په هم هغه دوران له کورونو څخه نيول شوي ول. خو د استخباراتي ادارو کارکونکو دوی له اډياله جېل څخه بل ځای ته بوتلل.

مجله ليکي، د تيري مياشتې په پای کې په سپريم کورټ کې د يوې اورېدنې پر مهال چارواکو ومنل چې ۷۰۰ مشکوک وسله وال د عدالتي کاروايي پرته د دوی په مرکزونو کې دي. په دغو کې مظهرالحق او د اډياله جېل نور کسان هم شامل دي. امنيتي او استخباراتي ادارو ته دغه اختيارات په ۲۰۱۱م کال کې د يو قانون له مخې ورکړل شوي چې له مخې يې دوی کولای شي مشکوک کسان تر نامالومي مودې پوري په بند کې وساتي او آن ويې وژني.

مجله ليکي، کله چې يو کال مخکې سپريم کورټ له اډياله جېل څخه د بېول شوو کسانو عدالت ته د وړاندي کېدو حکم وکړی نو په هغوی کې څلور کسان په ناڅرګند ډول وژل شوي ول او د د مظهرالحق په ګډون پاتې اووه کسان په ډېر بد حالت کې عدالت ته راوستل شول. دوی د نيمه فاقې (لوږې) په حالت کې ول او په ډېره ګران يې خبرې او تګ کولای شو. د عدالت د غصې په وجه چارواکي وخت په وخت د هغوی په ضد الزامونه بدلوي. د درو ماشومانو پلار مظهر الحق په اسلام آباد کې د لال مسجد لپاره کتابونه چاپول خو د هغه پلار ټينګار کوي چې هيڅکله يې د ترهګرۍ په اعمالو کې لاس نه دی درلودلی دی.

مجله په پای کې ليکي، د بښنې نړيوالې ادارې په بيلا بيلو وختونو کې د امنيتي او استخباراتي ادارو په ولکه کې پر نيول شوو کسانو د وهلو ټکولو شواهد پيدا کړي دي. خو هغه کسان بختور دي چې په جېلونو کې دي.
XS
SM
MD
LG