د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سي آی اې راتلونکې مشر د ډرون بریدونو دفاع وکړه


د سي ای اې د مشر په توګه نومول شوي جوهن برینن
د سي ای اې د مشر په توګه نومول شوي جوهن برینن


د سي ای اې د مشر په توګه نومول شوي جوهن برینن د زیارت په ورځ د سینیټ پر وړاندې د خپلې اوریدنې په موخه د ترهه ګرۍ ضد امریکا د متنازعه پالیسیو دفاع کړې ده. دا احتجاج کونکو له خوا په اوریدنه کې څو ځله مداخلت هم وشو.

د کمیټۍ مشرې ــــــ ډیان فینسټن ــــــ په دې مجبوره شوه چې اوریدنه عارضي توګه ودروي او خلکو ته يې له کوټې د وتلو حکم ورکړو.

د برینن په اړه فکر کیږي ــــــ چې د امریکا د ډرون پروګرام یې جوړ کړی دی. تر دې پروګرام لاندې په پاکستان، یمن او نورو ځایونو کې د تره ګرو درک لګول کیږي او بیا وژل کیږي. په دغه بریدونو کې د ولسي وګړو په وژنه سخت انتقادونه کیږي.

برینن وویل ــــ ولسمشر اوباما غواړي چې د تره ګرۍ پرضد هر یو عمل دې قانوني وي او په مکمله توګه دې په استخباراتو ولاړ وي.

؛ موږ د خلکو د ژوند خوندې ساتلو لپاره داسې ګامونه یواځې په هغه وخت کې اخلو کله چې د خطر کمولو لپاره بله کومه لار پاتې نه شي. موږ دا خبره یقیني کول غواړو چې په دغه اړه مفاهمت شته او دغه مظاهره چیان چې نن ولاړ دي په دې نه پوهیږي چې د حکومت په توګه موږ څه کوو او دا چې دې ته موږ ډیر پام کوو او ددې خبرې د یقیني کولو لپاره د ډیر ‌ذهني تکلیف نه تیریږو چې ولسي وګړو ته مرګ ژوبله ونه رسیږي؛

د سېنېټ غړو له برینن نه دا هم وپوښتل چې د هغه امریکایانو د کومو په اړه چې دا شک کیږي چې په نورو هیوادونو کې د القاعده مشران دي او هغوی په دې بریدونو کې وژل شي ــــ نو په دغه اړه د وایټ هاوس قانوني استدلال څه دی ؟

دا خبره تراوسه پټه ساتلې شوې وه خو روانه اونۍ یې میډیا ته معلومات ترلاسه شو.

برینن ددغه پوښتنو نیغ په نیغه جواب ورنه کړو ــــــ خو زیاته یې کړه چې حکومت باید د شفافیت هم خيال وساتي ـــ خپل معلومات هم د ځان سره خوندي اوساتي او قامي امنیت ټینګول هم یقیني کړي.

دا وخت ښکاري داسې چې ـــ برینن به د ډایریکټر په توګه ومنل شي ــــ خو د سېنېټ د اوریدنې پر وخت د مظاهره چیانو موجودګي ښايي د پروګرام په اړه تنازعه له مینځه نه ده وتلې .

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG