د لاسرسي ځای

تازه خبر

دبشري حقونو دڅار ادارې پرافغانستان نیوکې کړي



فرخنده وزیر

د بشري حقونو د څار نړیواله اداره هیومن رایټس واچ وایي، د افغانستان حکومت باید زر تر زره په حکومتي بندي خانو کې د تشدد د ختمولو لپاره کار پیل کړي.


دا اداره د ملګرو ملتونو د یو رپوټ په حواله وايي چې په حکومتي بندي خانو او توقیف ځایونو کې د بندیانو سره ناوړه سلوک کیږي، او هغه کسان چې قامي امنیت ته د نقصان رسولو په تور نیول شوي دي، د لا زیات تشدد سره مخامخ دي.

بلخوا افغان حکومت وایي د ملګرو ملتونو په دغه رپوټ کې په بندیانو د تشدد خبرو ته زیاته هوا ورکړل شوې ده. رپوټ وایي افغان حکومت چې په تیرو وختونو کې په جیلونو کې کوم بدلونونه کړي وو، هغې هم د قیدیانو په ژوند څه ښه اثر نه دی کړی. د تیرې میاشتې په دویشتمه نیټه افغان ولسمشر حامد کرزي په دې اړه د پلټنو امر وکړ، چې دا معلومه کړي، په بندي خانو کې په نیول شوو کسانو څه ظلمونه کیږي، او په دغه کې د ککړو کسانو مالومات ورکړل شي.

د هیومن رایټس واچ د اسیايي څانګې مشر بریډ ایډمز وایي ، د ملګرو ملتونو رپوټ د افغان حکومت لپاره یو خبرداری دی، او باید ولسمشر کرزی خپلې ژمنې سر ته ورسوي، او په بندیانو د تشدد د مخنوي لپاره عملې کار وکړي، په دغه کې ککړ کسان ونیسې ، او سزا ورته ورکړل شي.

د جنورۍ په دوه ویشتمه ولسمشر حامد کرزي دا هم ویلې ووچې دوی به په دې اړه د پلټنو لپاره یوه ډله جوړوي.

خو هیومن رایټس واچ بیا وایي چې له بده مرغه په دغه ډله کې زیاتره افغان حکومتي چارواکي شامل دي، چې د بشري حقونو د خوندي ساتلو په اړه ډیر لږ معلومات لري، او زیاتوي باید په دغو کې د بشري حقونو لپاره کارکونکي او د مدنې ټولنو غړي شامل کړای شي، چې دا مالومه شي، په بندي خانو کې خلک د کومو مشکلاتو سره مخامخ دي.

د ملګرو ملتونو رپوټ ښایي چې افغانستان کې په جیلونو کې د بندیانو سره ډیر ناوړه سلوک کیږی، او له بده مرغه دا په دغه هیواد کې یوه عامه خبره ګڼل کیږی، کومه چې د لا نورې اندیښنې وړ خبره ده.

د هیومن رایټس واچ د اسیايي څانګې مشر بریډ ایډمز دا هم وایي چې باید امریکا اود نیټو غړي هیوادونه هم په افغان حکومت دا زور راوړي، چې په جیلونو کې د قیدو خلکو د ژوند او د دوی سره د دغه هیواد د امنتي چارواکو او د استخباراتي ادارو د غړو د سلوک په اړه شفافه پلټنې وکړي.
XS
SM
MD
LG