د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د ناکامه ریاست کامیاب انځور


له ډان ورځ پاڼې
ـــــــــــــــــــــــــ
د منورشا ژباړه


ډان ورځپاڼه خپله اداریه کې د ناکام ریاست په اړه یوه لیکنه کې لیکي چې دانتخاباتو د نیټې د ځنډولو، په لوړه کچه په حکومت کې دبډو او رشوتونو کیسې، د انتخاباتو نه وړاندې د جوړ توړ خبرې او د انتظامیې او عدلیې ترمنځه شخړه، دا بحثونه نن سبا په پاکستان کې ډېر عام دي،چې له وجې یې په حکومت کې دننه او بهر د مخالف ګوندونو سره د تناوفضا جوړه کړې ده.

ورځپاڼه لیکي، کله چې په چاودنو کې شیعه ګان وژل کیږي، د قادیانیانو د قبرونو سپکاوې کیږي، چیرته یو خبریال په مر موز یا پراسرار حالت کې وژل کیږي، یو بلوچ تن لا درکه کیږي او یا په ذهني توګه ناروغه تن باندې د مذهب د سپکاوي تور لګول کیږي نو په دې ټولو خبرو کې د ریاست غبرګون ډېر کم په نظر راځي. یو څو پیښو کې لکه د بیلګې په ډول د ملاله یوسفزۍ او یا رمشا مسیح مسئلې چې پر خلاف یې ډېرې مظاهرې وشوې نو ځکه تر یو څه حده پکې ریاست فعاله ښکاري. ددې نه علاوه د انساني حقونو د څارنې د نړیوالې ادارې د ۲۰۱۳م کال د رپورټ ترمخه دې هېواد کې دانساني حقونو خلاف ورزي یوه عامه خبره ګڼل کیږي.

ورځپاڼه لیکي دد ې رپورټ هغه ادعا واضحه نه ده چې وايي په ځینو تیریو کې په خاص توګه کوم چې د تند روه مذهبي سخت دریزو لخوا تر سره کیږي، ګني ریاست پکې ملوث دې. البته دا خبره څرګنده ده چې حکومت ددې په مخ نیوي کې ناکامه دی. د مثال په توګه د شیعه ګانو وژنه ډېره زیاته شوې خو لا هم په دې کې ریاست په چا باندې واضحه تور نه لګوي چې له وجې یې د مذهبونو او مسلکونو خلاف کاروایانې لا پسې زیاتیږي.

د ورځپاڼې په وینا دې رپورټ کې د ډرون بریدونو په اړه هم خبره شوې چې له وجې یې په پاکستان کې د انساني حقونو مسئله لا نوره پیچلې کړې ده، او دا پوښتنه راپورته کیږي چې په موجوده امنیتي حالاتو کې څه ډول د انسانی حقونو حفاظت ممکن کیدلی شي، یعنې هغه حقونه چې پکې د انصاف تقاضې پوره شي او وسله وال او مجرمان ترې ګټه هم پورته نه کړي.
ورځپاڼه په آخر کې لیکي په داسې حال کې چې حکومت په سیاسي ګډوډۍ کې بوخت دی، دښي لاسو ګوندونو خلاف د ګامونو پورته کولو نه ویریږي او په خپل امنیتي کړنلارو کې بدلون ته تیار نه دی، دې هېواد کې د انسان بنیادي حقونونه یعنې د ژوند، آزادۍ او انصاف حقونه به هم داسې د پښو لاندې کیږي.
XS
SM
MD
LG