د لاسرسي ځای

تازه خبر

درې اړخیزه غونډه کې دافغانستان په حالاتو خبرې کیږي



د افغانستان ، پاکستان ولسمشران او د بر تانې وزيرعظم په لندن کې کېدونکې درې اړخیزه غونډه کې د ګډون لپاره راټوليږي.

تمه څرګنديږي چې د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري ، افغان ولسمشر حامد کرزی او دبرتانيې د وزيرعظم ترمنځه به په دې وړانديزونو خبرې اترې کيږي چې څرنګه په افغانستان کې امن او ثبات راتلی شي.

په پاکستاني پلاوي کې له ولسمشر زرداري سره د پوځ مشر جنرال اشفاق پرویز کیاني او د بهرنیو چارو وزيره حنا رباني کر هم ملګري دي.

په افغان پلاوي کې د بهرنیو چارو وزیر زلمی رسول او د سولې د عالي شورا مشر صلاح الدین رباني هم شامل دي.

دا غونډه په داسې وخت کې کيږي چې پر افغانستان فشار زيات شوی چې له افغانستانه په ۲۰۱۴ کې د زياتو نړيوالو عسکرو د وتلو وړاندې، له وسلوالو طالبانو سره د امن لوظنامې ته ورسيږي.

په افغانستان کې د برتانيه څه باندی نهه زره سرتيري موظف دي چې زياتره په هلمند ولايت کې ،د ناټو په مشرۍ د سوله ساتي ځواک سره خپله دنده ترسره کوي.

XS
SM
MD
LG