د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایا پښتانه په کلتوري او تاریخي ډول ترهګر دي؟


شاهین بونیری

پراګ - د پاکستان او افغانستان تر منځ د کر ښې دواړو خواو ته لږ تر لږه ۴۰ میلینه پښتانه ژوند کوي، دا خلک خپل دود دستور او ټولنیز تاریخ لري او د سیمې په سیاسي او کلتوري مزل کې يې یو پیاوړې کردار لوبولې دی.


تاریخ پوهان وايي، دا ټوله سیمه د ګندهارا تهذیب کور پاتې شوی دی او هم له دې ځایه د بودا (Buddha) د امن او مینې پیغام د نړۍ نورو برخو ته رسېدلې دی.

خو له تېرو څو لسیزو دا سیمه د تشدد په لمن کې ده او دلته د مذهب په بنیاد بېلابېلو ټولیو د ټوپک په زور په ولس د خپلې خوښې د عقیدو منلو لار خپله کړې ده.

په دغه تناظر کې ډېر خلک دا پوښتنه کوي چې پښتانه ولې تشدد ته مایله دي؟

په جرمني کې میشت لیکوال او څیړونکی علي خان محسود (مسید او مسود هم بلل کېږي) وايي، د پښتنو کلتور د امن، له یو بل سره د مرستې په اصولو ولاړ دی خو په سیمه کې د اقتصادي بدحالۍ او سیاسي واک د نه شتون له کبله ځینې خلک د ترهګرو تنظیمونو له خوا بې لارې شوي دي .

دی وايي، د پښتنو کلتور اصلاً پر سولې ولاړ دی. ((د سوات د خلکو په څېر پر امنه خلک هیڅ ول نه.))

دی وايي، له بهره خلک راوستل شول او د پښتنو روحاني اسلام یې په سیاسي اسلام ور بدل کړ او بیا د ((خلکو حلالول پیل شول.))

په سیمه کې د پښتنو د یوې پرامنه ټولنې مثال د سوات د ریاست په شکل کې زموږ مخې ته دی.

په کال ۱۹۱۷ کې د سوات پښتنو د یوې جرګې له لارې د یو ریاست بنیاد کښېښود چې د خلکو په دود دستور او مذهبي روایتونو ولاړ وو او په ډېره لږه موده کې يې د سیمې ولس ته د ځان او مال له حفاظت سره، سره د هغوی د پرمختیا لړۍ هم مخ پر وړاندې بوتلله.

په سوات کې د امن او قرارۍ پرځای کولو بنیادي اصول څه وو؟

په دې اړه د سوات د والي لمسی او د پاکستان د پارلېمان پخوانی غړی عدنان اورنګزیب وايي چې درې خبرې وې:

((لومړی پاچا صاحب ویل چې زه به ستاسې د ژوند و مال ذمه وار یم. دویم، د انصاف او قانون ورکول د ریاست ذمه واري ده او درېیم دې سیمې ته به ترقي ورکول کېږي. نو چې دا درې بنیادي ذمه وارۍ حکومت پوره کړي، او مشر دیانتداره وي نو همدا وجه ده چې د سوات مثال په نړۍ کې ورکول کېږي.))

د پښتنو کلتوري او سیاسي پوهان وايي، پښتانه د خپل رسم و رواج، عادتونو او فکر په حواله پر امنه خلک دي او که چېرې علمي او اقتصادي پرمختیا ته يې پام وشي نو په سیمه کې د ترهګرۍ د روانې لړۍ په مخ نیوي کې یو پیاوړې کردار لوبولای شي .
XS
SM
MD
LG