د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کراچۍ کې پښتنو لوی ماهی نیولی دی


ظفر کریمي

کراچۍ - د پاکستان کراچۍ ماهي ګیرۍ چارواکي وايي، کب نیونکو د جمعې پر ورځ په سمندر کې ۲۱ فټه اوږ، څه د پاسه ۸ فټه پلن او څلور ټنه دروند ماهی نیولی دی.


د کراچۍ فش هاربر اتارټۍ ډایریکټر انیس سومرو مشال راډیړ ته ویلي دي چې دا د پاکستان د کب نیونې په تاریخ کې د لویو نیول شویو ماهیانو له جملې څخه دی.

د مومندو ایجنسۍ د شیخ بابا سېمې سره تعلق لرونکي د عبدالقادر کښتۍ دغه ماهی نیولی دی. عبدالقادر وایي څلور میاشتې مخکې یې کښتۍ جوړه کړې ده او د دومره غټ ماهی په نیولو هغه او د لانچ مزدوران خوشاله دي.

((سبا به (د شنبې پر ورځ) دا ماهی خرڅوو ، کیدی شي فی مزدور ته پینځلس زره زره برخه ورکړل شي. دا وزني ماهی دی، مزدورانو په اوبو اوبو کې د سمندر غاړې ته رارسولی دی ))

د مردان د سېمې استوګن له یو هغو کب نیونکو څخه دی ، چې په ژور سمندر کې دغه ماهی نیولی دی.

اسماعیل وایي ماهی دومره غټ وو، چې دوی په شلو کسانو له سمندره کښتۍ ته نشو راخېژولی او بیا یې په اوبو کې په کښلو، کښلو دغه ماهی د سمندر غاړې ته راوړی دی.

((موږ چې کله واپس وچې ته راتللو نو د لانچ پکی دروند شو، موږ چې وکتل نو دغه ماهی په جال کې نغښتی وو، ددې وزن ډیر سیوا وو، دې موږ ډیر په تکلیف کې کړو خو بیا هم په راکښلو، راکښلو غاړې ته راورساوه. دا د پینځو یا شپږو لکو روپو ماهی دی. دا ماهی بیا موږ په دوو کرینونو له سمندره وچې ته راپورته کړ.))

د دغې کښتۍ یو بل خواریکښ وایي، له دوی سره په لانچونو کې د وړو ماهیانو جالونه دي، خو دغه ستر ماهی کوم غټ سمندري جهاز زخمی کړی و، چې وروسته د دوی په جال کې ګیر شو.

((دومره غټ ماهیان زموږ د لانچ په شان واړه لانچونه نشي نیولی، ځکه چې د دې طاقت زیات وي او دا ماهیان پوره لانچ چپه کولې شي. غټو سمندري جهازونو کې شپږ یا اته پکي یا څرخونه لګېدلي وي. مخکې چې کوم ماهي نیول شوی وو، هغه هم د غټو جهازونو پرو وهلی وو. هغه مړ شوی وو. بیا ماهی ګیرو نیولی وو. دا ماهی هم زخمي وو. خو چې موږ ونیوه نو ژوندی وو.))

د ماهي لیدو ته ګڼ شمیر خلک د کراچۍ ښار له مختلفو برخو ته ورغلي ول، چې ځینو یې له ماهي سره عکسونه اخیستل،اوځینو نورو د دومره لوي ماهي په لیدو د حیرانۍ او تعجب اظهار کاوه.

د کب نیونې د چارو مسولین وایي د نیول شوي ماهي د غوښو نمونې د تجربو له پاره کراچۍ یونیورسټۍ، ډبلیو،ډبلیو،ایف، نیشنل جیوګرافیک او د تحقیق یو شمېر نورو ادارو ته ورکوي.

د فشري چارواکي وایي په دومره غټو ماهیانو کې غوښه نه وي بلکې ټوله وازګه وي. او له ایستل شوي غوړي بیا د کښتیو د لرګي محفوظو ساتلو له پاره کارول کېږي.
XS
SM
MD
LG