د لاسرسي ځای

تازه خبر

ډېری ښځې اوس هم ډاکتر یا روغتون ته نه بیول کېږي


خدای نور ناصر

کوټه - په داسې حال کې چې په اوسنۍ نړۍ کې ښځې په هر میدان کې له سړیو سره اوږه په اوږه ولاړې دي، او په هر ميدان کې د دوی تر څنګ لیدل کېږي.


د دې سیمو اکثره میرمنې وايي؛ د بلوچستان په ګڼو سیمو کې لا هم د پخوا په څير د ښځو درملنه هغسې نه کېږي، لکه څنګه چې د سړیو کېږي؛. د دوی په خبره لاهم ډېری کورنۍ د سړیو په پرتله د ښځو درملنې ته چنداني فکر نه کوي. او نه يي هم تر خپله وسه د درملنې په موخه له کوره بهر راباسي.

د ماجدې په نامه يوې میرمني مشال راډيو ته وویل: ((ما په اوس وخت کې هم داسې ډېری کورنۍ ليدلې دي، چې کله يي په کور کې يوه ښځه بیماره شي، نو پر ځاي ددې چې ډاکټر ته ښکاره کړای شي، بې له کتنې ورته له بازاره درمل راوړل کېږي. او تر هغه وخته روغتون د درملنې په موخه نه وړل کېږي، چې ناروغۍ يي بیخي زیاته شوې نه وي.))

د ماجدې په خبره له ځينو کورنیو پرته چې د سړیو و په څير خپلې میرمنې د درملنې له پاره له کوره باسي، او روغتون ته يې وړي، د دوی په سیمه کې اکثره نوري کورنۍ بیا داسې نه دي.

هلته يوې بلې میرمني چې نه يي غوښتل نوم يي خپور شي، له مشال سره په خبرو کې وویل:
((دایوحقیقت دی، چې زموږ ښځې نن هم هغسې نه دي، لکه څنګه چې په نوره نړۍ کې دي. او هغسې صحي اسانتیاوې نه لري، لکه د نورې نړۍ مېرمنې چې يي لري. خو دا هم يو حقیقت دی، چې لاهم په دې سیمو کې دا يو پيغور ګڼل کېږي، چې يو څوک دې خپله میرمن ډاکتر ته ښکاره کړي، چې ښه درملنه يي وشي.))

دې میرمنې په خپلو خبرو کې زیاته کړه. لا هم د دوی په سیمو کې ښځو ته درملنه په تعویذونو ورکړل کېږي. او دا يو اسانه کار دی، چې په هر کلي کې د کلي په مولا باندې د ناروغیو د درملنې له پاره تعویذونه لیکل کېږي.

له دې سره د کوټې په سول روغتون کې ډاکټر لیاقت تابان له مشال سره په خپلو خبرو کې دا ومنله، چې د ښځو د ناروغیو په لومړيو ورځو کې د دوی درملنه نه کېږي.

البته چې کله دا میرمني بیا بیخي زیاته ناروغې شي، بیا يي په بستره کې یا سټریچر کې روغتون ته رواړي. د تابان په وینا د تعلیم نه شتون او سهولیاتو کموالی ددې لامل دی، چې لا هم ددې سیمو میرمنو ته د درملنې له پاره زمینه برابره نه ده.

د ایس او جي پي په نامه يوې ادارې د ۲۰۰۹ میلادي کال په خپل کالني رپوټ کې ویلي، په پاکستان کې هر کال يواځې د ماشوم زيږېدنې د ناروغۍ له امله په يوه ساعت کې درې ميرمنې خپل ژوند له لاسه ورکوي.
XS
SM
MD
LG